د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له nowlebanon ويب پاڼې یې نقلوی چې مېرمن هېلری كلنټن په دې رپوټ كې د امريكا د بهرنيو چارو د وزېرې په وينا، په افغانستان او سيمه كې د سولې او ټيكاو لپاره تر ټولو ښه هيله، په افغانستان كې، ددې هېواد ددولت له وسله والو مخالفو ډلو سره خبرې اترې دی.
كلنټن په دې رپوټ كې زياته كړې ده چې په سيمې په نورو هېوادونو كې د وړتيا او موكې د رامنځ ته كولو لپاره د امريكا د دولت پروګرام به دوام پيداكړی، ځكه چې تلپاتې ټيكاو او آرامښت په لا ډېرو اقتصادی موكو په رامنځ ته كولو سره پرمخ ځی.
په دې رپوټ كې همدارنګه په ډاګه شوې ده چې، له افغانستانه د بهرنيوعسكرو له سوكه سوكه وتلو او افغان ځواكونوته د مسووليت له سپارلو سره په يووخت كې، په افغانستان او پاكستان كې غير پوځی پروګرامونه لا ډېر ارزښت پيداكوی.
د امريكا د بهرنيو چارو وزېرې، تېره پنج شنبه هم د امريكا د مشرانو ګې په بهرنۍ كمیټه كې په شتون سره، ددې هېواد ددوه ګونې سټراټژۍ په اړه خبرې كړې وې.
هغه ټينګار كړی و، چې په افغانستان كې ددې په وينا له ترهګرو ډلو سره له جګړې سره په يووخت كې،ددې هېواد له وسله والو مخالفو ډلو سره د سولې خبرې اترې هم تعقېېږی.
كلنټن په دې غونډه كې د امريكا د مشرانو جرګې د بهرنۍ كمېټې د ځينو غړو د نيوكې په ځواب كې وويل، په افغانستان كې د سپينې ماڼۍ خط مشې، په عين وخت كې پر مبارزه، خبرو اترو او بيارغونې ولاړه ده.
كلنټن ټينګار وكړ چې په ۲۰۱۴ ميلادی كال كې له افغانستانه دامريكايی عسكرو د وتلو په پای ته رسيدو سره به په دې هېواد كې د سپينې ماڼې غير پوځی شتون دوام پيداكړی.
له پاكستانه د اقتصادی ملاتړ پر دوام د كلنټن ټينګار په داسې شرايطو كې كېږی چې څو مياشتې وړاندې، اسلام آباد ته د سپينې ماڼې ۸۰۰ ميليون ډالره پوځی مرستې وځنډول شوې.
په دې كړچار كې بدلون ددې ښودنه كوی چې امريكايی چارواكی له پاكستان سره په اړيكو كې د كړكيچ سختيدل، په ځانګړې توګه پر اسلام آباد د سپينې ماڼۍ له اقتصادی دباوونو وروسته د افغانستان پر جګړه د اغيزې كولو له امله اندېښنه لری.
894994