د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزراش، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی نن د پارلمان په غونډه كښې وويل د ايران پر ضد د اتومی انرژۍ د نړيوال اژانس وروستی اقدامات او ددغه هيواد د اتومی فعاليتونو د خطرناك ښودلو لپاره د استكباری قدرتونو هڅې د هغوئ د پټو نيتونو ښودنه كوی او لويدیځ هيوادونه په دغو اقداماتو سره په خپلو كورنيو ناورينونو برغولی نه شی ایښودلای .
ښاغلی لاريجانی زياته كړه د سيمې د عربی هيوادونو انقلابونو خپله لاره موندلی او د سيمې ملتونه به تر هغو خپلو اعتراضونو ته دوام وركړی ،چې څو یې درست پيلې او تالی څټې ديكتاتوران نه وی نسكور كړی .
901334