د «الاهرام» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مصر د دولتی ټيلی ويژن د پنځم چينل ويانده مها الشافعی په ٢٠٠٨ ميلادی كال كښې د ستر او پردې كولو په وجه ددغه هيواد د رسنيو د وزير په حكم د مصر په ټی وی كښې له كار كولو نه منعه كړې شوې وه.
دې په همهغه وخت كښې د مصر د رسنيو د وزير پر خلاف يو شكايت برابر كړ او په هغه كښې ئې د مصر له محكمې وغوښتل چې د دغه وزير دا حكم دې د مصر د قانون سره د هغه د څرګند مخالفت په وجه لغوه كړی او له دغې فيصلې څخه رامينځته شوې تاوان دې دې ته وركړې شی.
د مصر د اسكندريه ښار اداری محكمې د مصر د څنګته كړې شوی ډيكټاټور حسنی مبارك له پرزيدو وروسته د مصر ددغې رسندوئی ميرمنې شكايت ته رسيدګی وكړه او د ښځينه وياندو له پاره ئې د حجاب د بنديز قانون لغوه كړ. 907889