IQNA

د پاكستان مسلمانو مشرانو د مذهبونو د اتحاد او يووالی په لازموالی باندې ټينګار وكړ.

23:36 - November 29, 2011
د خبر لمبر: 2231580
بين المللی ډله: د پاكستان مسلمانو مشرانو پرون د مختلفو مذهبونو له پيراوانو وغوښتل چې اختلافات ختم كړی او د دښمنانو د سولې ضدو او جګړه غواړو پلانونو د شنډولو له پاره دې د يو او بل سره متحد شی.
د «Dawn»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مختلفو اسلامی مذهبونو او فرقو علماو او مشرانو د پاكستان د پیښور ښار په پريس كلب كښې په (سوله) نومی كانفرنس كښې په ګډون كولو سره د دښمنانو د پلانونو سره د مقابلې د كولو له پاره د مختلفو مذهبونو د منونكو ديوكيدو او د اختلافاتو د ختمولو په لازموالی باندې ټينګار وكړ.
دغه كانفرنس د پاكستان د علماو او مشايخو د اتحاد د بين المللی شورا (AMUMC) او د اماميه محصلينو د سازمان (ISO) په همت د عاشورې د پاڅون د كليزو د رارسيدو او د سولې په اهميت باندې د ټينګار په مناسبت جوړ شو.
د پاكستان خيبر پښتونخوا صوبې د دينی چارو وزير حاجی نيمروز خان په دغه كانفرنس كښې د پاكستان په ټولنه كښې په تيره بيا د محرم د مياشتې په شپو ورځو كښې د سولې د حفاظت په لازموالی باندې د ټينګار په ترڅ كښې د خپل هيواد په سرحدی چاوڼۍ باندې د ناټو وروستۍ حملې ته اشاره وكړه او وئې وئيل: د پاكستان حكومت د دښمنانو له اقداماتو سره مقابلې او د خلكو مرستې كولو ته چمتو دی. 907858

captcha