د «almanar» د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په امريكا كښې استوګن يهودی خاخام دوويد ويس د لبنان د المنار خبری چينل سره په خبرو كښې دې ټكی ته په اشارې سره چې اسرائيلی رژيم هیڅ راتلونكی نه لری ووئيل: خدای پاك (ج) په تورات كښې فرمائی: (ولې مو د خدای د حكمونو اطاعت ونكړ؟ بې شكه چې تاسو به كامياب او بريالی نه شئ). نو له هغه ځايه چې اسرائيلی رژيم د الهی دستوراتو پرخلاف پاڅون په ډاګه په خپله ايجنډا كښې راوستې دی او د تورات د حكمونو سره په مخالفت ئې لاس پورې كړی دی نو بس كوم ښه انجام به ونه لری او دا يو حقيقت دی.
ده زياته كړه: په مختلفو هيوادونو كښې ګڼ شمير يهوديان اوسیږی او هغه څه ته چې موعوده خاوره ورته وئيل كیږی د راستنيدو په لازموالی باندې هیڅ عقيده او باور نه لری.908559