د «CPI» د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی همكارۍ د سازمان عمومی منشی اكمل الدين احسان اوغلو د روانې مياشتې په دولسمه ددغې فيصلې د غندلو په ترڅ كښې څرګنده كړه: په قدس شريف او د دغه ښار په شاوخوا كښې د صهيونيسټی رژيم د ښارګوټی جوړونې سياست د فلسطين له ځمكې څخه د قدس د اسلامی ښار د بيلولو او د نفوسی جاجونې او موازنې د بدلولو په هدف سره تر سره كیږی او دغه اقدامات د بين المللی قوانينو او د ملګرو ملتو د سازمان د پريكړه ليكونو په ډاګه نقضول دی.
دوی زياته كړه: د مينځنی ختیځ او د ملګرو ملتو د سولې له څلور اړخيزې كمیټې نه غواړو چې د قدس په وړاندې په خپل مسئوليت او دندې باندې عمل وكړی او د غوڅو دریځونو په غوره كولو سره په نيواكی ځمكو په تيره بيا په قدس شريف كښې د صهيونيسټی رژيم غير قانونی اقدامات بند كړی. 910609