د فلسطين د فتح غورځنګ پخوانی غړی او ددغه هيواد سياسی فعال علی سعيد سويدان د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې ددغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: سيد حسن نصرالله تل د فلسطين د مظلوم ولس ترڅنګ ولاړ وی او د لبنان د اسلامی مقاومت په رهبرۍ سره د فلسطينی مجاهدانو ملاتړی او ملګری دی، د فلسطين ولس د مقاومت په حمايت كښې د حزب الله د عمومی منشی په درځنيونو باندې ايمان لری او باوری دی چې دغه دریځونه به د قدس شريف او د نيواكی ځمكو په آزادولو كښې اغيزه ولری.
دوی په دوام كښې د سيد حسن نصرالله په شخصيت باندې د امام موسی صدر د افكارو او عقائدو اغيزې ته په اشارې سره زياته كړه: امام موسی صدر هغه وړومبۍ كس وو چې د نيواكګرۍ سره د مقابلې له پاره ئې د مقاومت بنياد كیښود او په حقيقت كښې د (امل) نومی غورځنګ په جوړولو سره د نيواك او نيواكګرۍ سره د مقابلې پيلونكی وو او د لبنان حزب الله ډير وروسته ددغه غورځنګ په پيروۍ سره بڼه ونيوله. 913214