IQNA

علی فضل الله د نايجيريا په كليساو باندې ترهګرانه حمله وغندله.

14:12 - December 29, 2011
د خبر لمبر: 2247600
بين المللی ډله: د بيروت د جمعې د لمانځه خطيب او په لبنان د كښې د علامه فضل الله د موسساتو مشر سيد علی فضل الله وړمه ورځ د نايجيريه په كليساو باندې د وسله والو كسانو حمله او په كښې د عامه خلكو وژله په كلكه وغندله.
د «lorientlejour»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په لبنان كښې د علامه فضل الله د موسسو مشر د دغو حملو د غندلو په ترڅ كښې څرګنده كړه: د تندلارو ډلو اقدامات د اسلامی تعليماتو خلاف دی او ندی پكار چې د ځينو ترهګرو ډلو د فعاليتونو پړه د اسلام په مبين دين وراچوله شی.
دوی زياته كړه: د نايجيريه په كليساګانو باندې د تندلارو حمله د مسلمانانو او اسلام سره هیڅ ارتباط او تړاو نه لری او د دغو اقداماتو عاملان د اسلامی تعليماتو له پاره د هیڅ ارزښت قائل نه دی.
د علامه فضل الله زوی د خپلو ويناو په دوام كښې څرګنده كړه: ضروری ده چې ژر تر ژره د مسلمانانو او عيسايانو په ګډون سره يوه نړيواله غونډه جوړه شی او دغه اقدامات وغندل شی. 923818

captcha