د «CPI»د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په قاهره كښې د مختلفو فلسطينی ډلو د مشرانو د ملاقات او رغنده موافقو ته د هغوی د سره رسيدلو نه پس شيخ الازهر يو ځل بيا له ټولو فلسطينيانو نه وغوښتل چې خپل وحدت او يووالی وساتی او د ملی پخلاينې په لور حركت وكړی.
دوی څرګنده كړه: مختلفو فلسطينی ډلو ته پكار دی چې له تفرقې نه په ليرې والی سره د صهيونيسټی رژيم سره د مقابلې له پاره يوه واحده جبهه جوړه كړی او د قدس شريف د يهودی كولو او په اسلامی مقدساتو باندې د تيری سره مقابله وكړی.
احمد الطيب د خپلو ويناو په دوام كښې ووئيل: اسلامی ارګانونو ته پكار دی چې د فلسطين د اوقافو د ملاتړ او د صهيونيسټی رژيم د طرحو او پلانونو سره د مقابلې لپاره خپل پوره پوره كوشش وكړی، ځكه چې په اوس حال كښې د اسلامی امت ترټولو مهمه وظيفه او دنده د مسجدالاقصی او د قدس شريف دفاع كول دی. 922690