د «الفيحاء» سپوږمكيز چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د كربلا د ولايتی شوری رئيس محمد الموسوی څرګنده كړه: امنيتی ځواكونه او خدماتی دفترونه د حسينی اربعين يا څلویښتمې په رارسيدو سره د زائرانو د هركلی له پاره د تيارسی په حال كښې دی.
محمد الموسوی په دوام كښې زياته كړه: د كربلا ولايت ځائی چارواكو په حسينی چهلم يا څلویښتمه كښې د دغه ولايت د امنيت د حفاظت او زيارت كونكو ته د مناسبو خدماتو د وړاندې كولو په موخه ګڼ شمير كانفرنسونه تر سره كړی دی او په دې لړ كښې يو شمير سيمه ايزو ارګانونو د كربلا ولايت د حكومت سره همكاری لرلې ده.
د امنيتی ځواكونو قومندان ووئيل: د عراق استخباراتی ادارو تراوسه پورې څو ترهګرانه عمليات شناسائی كړی او د دغو عملياتو يوشمير پلانونكی ئې نيولی دی. 928332