IQNA

په بحرين كښې په حسينی عزادارانو او ماتم كونكو باندې د آل خليفه د پوځيانو حمله.

23:16 - January 15, 2012
د خبر لمبر: 2257343
بين المللی ډله: په هغو بحرينی ماتم كونكو باندې چې د امام حسين (ع) د څلویښتمې د مراسمو د نمانځلو له پاره ئې د عزادرۍ او ماتم په مراسمو كښې ګډون كړې وو، د آل خليفه او آل رژيم پوځيانو حمله وكړه او له هغو نه يو شمير زخمی شول.
د الوفاق خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په السنابس نومی كلی كښې په زرهاو عزادارانو د امام حسين (ع) د اربعين او څلویښتمې د مراسمو د ختميدو نه وروسته د الشهدا نومی چوك په لور حركت وكړ او په داسې حال كښې چې لا دغه چوك ته نه وو رسيدلی، د آل خليفه ځپونكو ځواكونو د هغوی مخه ونيوله او هغوی ئې په وحشيانه توګه وځپل.
همداراز د (ستره) نومی ښار غزادارانو هم په داسې حال كښې چې كفنونه ئې اغوستی وو او د مقدسې دفاع خاص بيرغونه ئې په لاسو كښې لرل، د آل خليفه د حكومت پرخلاف ئې يولړ شعارونه وركړل او د دغه رژيم د پرزيدو غوښتنه ئې وكړه. د بحرين په (المعامير) كلی كښې هم په عزادارانو باندې حمله وشوه او پوځيانو په زهرجنو ګيسونو او په صوتی بمونو سره د هغوی د تيت پركولو كوشش وكړ.
د بحرين په كرزكان نومی كلی كښې هم ماتم كونكو خلكو په لاسونو كښې د شمعو په اوچتولو سره سوله ايزې مظاهرې وكړې او د آل خليفه د رژيم پرخلاف ئې شعارونه وركړل.
همداراز د بحرين په يوشمير نورو سيمو كښې هم د حكومت پرخلاف مظاهرې وشوې چې زياتره ئې د دغه رژيم د وحشيانه ځپنو سره مخامخې شوې. 935220
captcha