IQNA

په چينې ژبې كې د قران ترجمه راتلونكی اوونۍ پرانستې شی.

22:07 - February 01, 2012
د خبر لمبر: 2266856
نړيواله ډله: د ترجمان وحی سنټر مشر ښاغلی نقدی ويلی دی چې ددې ترجمی د پرانستلو مراسم د روانې ميلادی مياشتی فرورۍ په پينځمه نیټه د اوقافو ادارې په مركزی دفتر كې تر سره كیږی.
د ترجمان وحی سنټر مشر ښاغلی حجۃ الاسلام نقدی د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) خبريال سره په خبرو كې وويل چې د قران پاك د چينې ژبی ترجمې د پرانستلو مراسم په اړه وويل چې ددې ترجمی د پرانستلو مراسم د روانې ميلادی مياشتی فرورۍ په پينځمه نیټه د اوقافو ادارې په مركزی دفتر كې تر سره كیږی.
هغه زياته كړه چې دې سنټر پس له انقلابه د نړۍ په شپږو ژبو انګلش ، فرانس، تركی استنبولی، تركی آذری، اسپين او چينی ژبو كې د قران پاك ترجمې خلكو ته وړاندې كړی دی.
نقدی زياته كړه چې د قران پاك په چينی ژبه كې ترجمه ښاغلی سليمان باجې سو كړی ده چې هغه د دينی علمونو د ايران محصل دی او هغه په دې ترجمې لس كلونه ولګول
په دې مراسمو كې به د دا مترجم هم شركت كوی
يادونه كوو چې همدې اداره به په پښتو ژبه كې هم د قران پاك ترجمه روانه ده او شلو سپارو ته رسيدلی ده.
944382
captcha