ایکنانیوز راپور راکوي، د مسلمانو میرمنو دهمفکرئ نړیوال سمینار پرون د وږي یا سنبلې دمیاشتې په اولسمه نیټه مازدیګر د اسلامی ایران د ولسمشر د میرمنو او کورنیو د چارو د مرستیالې میرمن زهرا بهروز او د اسلامی وحت د نهه دیرشم نړیوال کنفرانس دملمنو میرمنو او او ښځو د عالی شورا مشرې فهیمه فرهمندپور په شتون سره د تهران په آزادئ هوټل کې ترسره شو.
په راپور کې وئيل شوي دي په دغه نړیوال سمینار کې د مسلمانو له خوا یوه پایزه اعلامیه خپره شوه چې د هغې اعلامیې ځيني برخې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
بسم الله الرحمن الرحیم
کابو دوه کاله کیږي چې د صهیونیسټي رژیم له وحشی ډوله یرغلونو څخه د اسلامي نړۍ پر ځینو برخو تېرېږي، او دا رژیم ورځ تر بلې په بې شرمۍ او وحشت سره خپلو جنایتونو ته پراختیا ورکوي. تېر کال، کله چې مونږ د اسلامي هیوادونو یو شمېر ښځې په ورته ناسته کې سره راټولې شوې وو، د صهیونیستي رژیم یرغلونه تر غزې پورې محدود وو. خو د اسلامي نړۍ د ځینو برخو غیر فعاله چلند او د غزې د مظلوم ولس یوازې پاتې کېدل د دې سبب شوي چې صهیونیسټان نور هم سپين سترګي شي او خپل وحشیانه یرغلونه د فلسطین لویدیځي غاړې، د لبنان ضاحیې، د یمن صنعا او حتی د ایران تهران او نورو ښارونو ته پراخ کړي. نن سبا مونږ تر بل هر وخته زیات د وحدت حیاتي اصل ته د بېرته راګرځېدو ته اړتیا لرو. د مسلمانانو وحدت د رسول الله (ص) امر دی، او د تکفیر پرېښودل او د اختلافاتو مدیریت د اسلامي وحدت د تحقق لامل کیږي. هغه هېوادونه، ملتونه او ځواکونه چې د تاریخ په سمې خوا ولاړ دي او د مظلوم ملاتړ ئې کړی، د صهیونیسټي رژیم د بریدونو هدف ګرځي. دا هغه درس دی چې مونږ د رسول الله (ص) له وصي، امام علي (ع) څخه زده کړی دی: «د ظالم لپاره دشمن او د مظلوم لپاره مرستندوی واوسئ.» په دې مینځومیان کې، د ایرانيو ښځو د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د استقامت او صبر یادونه اړینه ده، چې د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه یرغلونو پر وړاندې یې د ایثار او سرښیندنې یو بل اړخ نړۍ ته وښود. مونږ، د اسلامي هېوادونو یو شمېر ښځې، د غزې، لبنان او یمن د مظلومو خلکو په ملاتړ کې د اسلامي حکومتونو د اغېزشیندونکي ونډې د نشتوالي په غم کې، اعلان کوو، چې!
۱. د ظالمانو پر وړاندې چوپتیا تاسو ته امنیت نه راوړي، بلکې تاسو د دوي د نا رواؤ ګټو د خدمتګارانو په توګه راټیټوي.
۲. د غزې د مظلوم ولس برخلیک د نورو اسلامي ملتونو له برخلیک څخه جلا نه دی. که چوپ او غیر فعال پاتې شئ، هغه څه چې پر فلسطینیانو تېرېږي، زر یا په ځنډ سره به د ټولو مسلمانو ملتونو برخلیک شي.
۳. د غزې خلکو، په تیره بیا ماشومانو او ښځو ته د پاکو اوبو او خوړو رسول باید د مسلمانو ملتونو تر ټولو لومړنۍ غوښتنه وي او د ټولو اسلامي حکومتونو په لومړیتوبونو کې ځای ولري.
۴. د صهیونیسټي غاصب رژیم پر وړاندې بشپړه بایکاټ باید د ټولو اسلامي حکومتونو په کاري اجنډا کې ځای ولري، او هر ډول اقتصادي فعالیت، سوداګریزې اړیکې او نور باید په بشپړه توګه منع شي.
۵. مونږ د ټولو مسلمانو او غیر مسلمانو خلکو، په تیره بیا د هغو ټولو مدني فعالانو، خبریالانو او د ښځو د حقوقو فعالانو څخه مننه کوو، چې په مسؤولیت سره د غزې د مظلوم ولس تر څنګ ودرېدل او د زرګونو کسانو په لاریونونو سره یې د فلسطین د مظلوم ولس غږ نړۍ ته ورساوه.
https://iqna.ir/fa/news/4304132