IQNA

په آسټریلیا کې له اسلام‌ سره ددښمنئ د څپې زیاتېدل په اوج کې دي

13:41 - September 15, 2025
د خبر لمبر: 3491712
ایکنا - آسټریلیا د جوماتونو او ښوونځیو پر وړاندې د بمي بریدونو د ګواښونو له امله له  اسلامه د ویرونې د  پروسې  له زیاتوالي سره مخ ده.

  ایکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور راکړی، د کوینزلنډ ایالت لومړي وزیر ډیویډ کریسافولي د مسلمانې ټولنې پر وړاندې د دیني  ګواښونو یو لړ کړنو، په شمول د دغه ایالت په ګولډ کوسټ مسجد باندې د برید او بمي چاودنې ادعاوې او په بریزبن کې د یوه اسلامي ښوونځي پر وړاندې د برېښنالیکي ګواښونو غندنه وکړه.

کریسافولي وویل: د کوینزلنډ اکثریت خلک زغم لرونکي او منونکي دي، خو یو شمېر لږ کسان دي چې په زړونو کې   کینه لري.

د اسټریلیا د اسلام ضده پروسې  د ثبت  ادارې  د راپور له مخې، وروستیو پېښو په مسلمانې ټولنې کې «ژوره وېره او سټریس » راپارولی دی او پولیسو یو ۳۴ کلن سړی له لابراډور څخه د مسجد پر وړاندې د ګواښونو په تړاو نیولی او هغه ئې د ارعاب په رامنځته کولو تورن کړی دی.

د دغې ادارې  وروستیو معلوماتو ښودلې چې د ۲۰۲۳ کال له جنوري څخه د ۲۰۲۴ کال تر نومبر پورې په اسټریلیا کې اسلام‌هراسي  یا له اسلامه ویرونه  د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او ۳۰۹ واقعي پېښې او ۳۶۶ په انټرنټي فضا کې ثبت شوې دي

د «اسلام‌هراسۍ ثبت»  ادارې  د راپور له مخې، ښځې او نجونې د دغو  پېښو تر ټولو زیات هدف دي او نږدې درېیمه برخه ئې دا پېښې تجربه کوي.

دغې ادارې  د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷  نیټې وروسته د راپورونو په شمېر کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ثبت کړی او دا پېښې اکثره په واټونو، عامه ټرانسپورټ، سوداګریزو مرکزونو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې رامینځته شوې دي.

د دغې ښکارندې زیاتوالی د اسټریلیا د ایالتونو ترمینځ توپیر لري، چې نیو ساوت ولز تر ټولو زیاتې پېښې ثبت کړې دي؛ په داسې حال کې چې ویکتوریا کابو  ۹۶ مستقیمې پېښې لیدلې، کوینزلنډ د تر ټولو جدي پېښو شاهد دی چې چارواکي ئې د امنیتي اقداماتو پیاوړي کولو ته اړ کړي دي.

په ویکتوریا ایالت کې، د دې ایالت اسلامي شورا له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې ۹۶ مستقیمې پېښې ثبت کړې، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې ۲۶ پېښې شاملې دي، سربېره پر دې د  انټرنټ او رسنیو له لارې له درې زرو زیاتې غیر مستقیمې پېښې؛ په داسې حال کې چې دا شورا وائي  ۸۵ سلنه پېښې نه دي راپور شوې.

سره له دې چې د نفرت پر وړاندې د مبارزې لپاره ځینې حکومتي پروګرامونه لکه د نیو ساوت ولز د اسلام‌هراسۍ پر وړاندې د عمل پلان پیل شوي، د مدني ټولنې  ادارې او تنظیمونه   باور لري چې دا غبرګون د دې ښکارندې  د کچې په پرتله لا هم محدود دی. د مسلمانې ټولنې استازي د جوماتونو او ښوونځیو د لا زیات  خوندیتوب او د نفرت پر وړاندې د روښانه سیاسي خبرو غوښتنه کوي.

په یوه هېواد کې چې د خپل کلتوري ډولوالي  لپاره مشهور دی او له شپږ لکو  زرو زیات مسلمانان پکې ژوند کوي، د اسلام‌هراسۍ  یا له اسلامه د ویرونې د پروسې زیاتوالی د اسټریلیا چارواکو لپاره یوه  ننګونه رامنځته کوي  څو د امنیت ساتلو او د ټولو ښاریزو  لپاره د خوندي او له وېرې پرته ژوند یقیني کولو ترمینځ انډول  رامنځته کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4304821

captcha