IQNA

د قزاقستان د دینونو په کنګرس کې د الازهر د یوې لوړپوړې ډلې ګډون

14:25 - September 16, 2025
د خبر لمبر: 3491719
ایکنا -د الازهر اسلامي مرکز یوه لوړپوړه ډله د قزاقستان د نړیوالو او دودیزو دینونو د مشرانو د اتمې کنګرې په پرانیستې مراسمو کې ګډون کوي.

د ایکنا د راپور له مخې، د صدی البلد په حواله، دا کنګره د چهارشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۷مه (د وږي ۲۶مه) د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف په حضور کې د دې هیواد په پلازمینه آستانه کې پیل کیږي او د آستانې د ادیانو د خبرو اترو مرکز به د دې دوه ورځني پروګرام کوربه وي.

د الازهر شیخ احمد الطیب او د مسلمانو حکیمانو د شورا مشر  محمد الضوینی، د الازهر مرستیال، د دې کنګرې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون لپاره ټاکلی دی او هغه به په دغه سمینار کې د الازهر د لوړپوړې ډلې مشري وکړي.

د الازهر د شیخ سلاکاره د بهرنیو او غیر مصري زده‌کوونکو د تعلیم د پراختیا د مرکز مشره، نهله الصعیدی، د الازهر د شیخ د بهرنیو اړیکو په برخه کې سلاکار ، عبدالرحمن موسی، د الازهر پوهنتون د تحصیلاتو د برخې مرستیال محمود صدیق، او د الازهر د اسلامي څېړنو د مجمع عمومي منشي محمد الجندي، به په دې پروګرام کې د الازهر د ډلې غړي وي.

د الازهرد پلاوي  ګډون ،د قزاقستان د ولسمشر له رسمي بلنې سره سم دی، چې د الازهر شیخ ئې د دغه  کنګرس لپاره بللی و، او په تېر پړاؤ  (۲۰۲۲ کال) کې ئې د احمد الطیب او پاپ فرانسیس (د واتیکان پخواني پاپ) تاریخي ګډون لیدلی و.

د قزاقستان د نړیوالو او دودیزو دینونو د مشرانو کنګرس یوه نړیواله پیښه ده چې په منظم ډول د قزاقستان په پلازمینې آستانې کې د دیني مشرانو ترمینځ د خبرو اترو د ودې او ټولنیزو، کلتوري او دیني ننګونو ته د کتنې په موخې سره  جوړیږي.

په دغه  کنګرس کې د بېلابېلو دینونو استازي ګډون کوي او دا پروګرام د رسمي بحثونو ترڅنګ، سمبولیک فعالیتونه هم لري چې د سولې او ګډ سوله ایز ژوند ارزښتونه منعکس کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4305078

captcha