ایکنانیوز د الرایه په حواله راپور راکوي، دا نندارتون د تیرې جمعې په ورځ،یعني د ستمبر په ۱۲ (د وږي یا سنبلې د میاشتې په ۲۱) د مسکو په جامع جومات کې پرانیستل شوی. په دغو دستورو کې د روسیې عمومي مفتي شیخ راوي عینالدین، د فیدریشن د مسلمانانو د دیني ادارې مشر ،په روسیې کې د قطر سفیر احمد بن ناصر بن جاسم آل ثاني او د قطر د اوقافو وزارت او تاتارستان یو شمېر چارواکو ګډون کړی و.
د روسیې مفتي په دغو مراسمو کې وویل: د قرآن نړئ نومې نندارتون نه یوازې د قرآن د نازلېدو کیسه بیانوي او د هغه د ساتنې بلنه ورکوي، بلکې د عربي خطاطۍ عظمت او د ژوندي تلاوت قوت هم ښئي او د سولې، رحمت او عدالت تل پاتې او لوړ ارزښتونه د خلکو په زړونو کې ځای پر ځای کوي.
هغه زیاته کړه: د روسي فیډریشن د مسلمانانو د دیني چارو ادارې او د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت ترمینځ په دغه نندارتون کې ملګرتیا د معنوي ډیپلوماسۍ د هڅو یوه بېلګه ده چې ملتونه سره متحد کوي، باور پیاوړی کوي او د سولې د آرمان په خدمت کې ده.
شیخ راویل عینالدین ټینګار وکړ:دا ډول فعالیتونه د اسلامي امت ځوانانو ته دا پیغام ورکوي چې د خدای پر کتاب د منګولو ښخول په ژوند کې روغتیا او سعادت او نیکمرغي راولي او د انسان لار روښانه کوي.
وروسته قطري قاري او مبلغ، شیخ عبدالرشید شیخ صوفي، د قرآن د فضیلت په اړه خپله وینا وړاندې کړه او ګډونوالو د مسکو په جامع جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ.
باید ووئيل شي چې د جهان قرآن یا د قرآن نړئ نومې نندارتون د قطر او د روسیې د فیډریشن د کلتوري او دیني ملګرتیا په چوکاټ کې جوړیږي او د دغه دوهم پړاؤ،چې د اکتوبر تر ۶ پورې (یعني د تلې ۱۴ ) پورې دوام لري، په مسکو، ساراتوف، سارانسک او قازان ښارونو کې به پروګرامونه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه نندارتون لومړی پړاؤ د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې یوازې په مسکو کې جوړ شوی ؤ.
https://iqna.ir/fa/news/4305127