IQNA

په تیونس کې د قرآن د قرآئت ملی سیالیو ترسره کیدا

10:23 - September 02, 2025
د خبر لمبر: 3491637
ایکنا --  د  قرآن د قرائت او د نبوي حدیثونو د حفظ ملی سیالئ د یکشنې په سهار د تیونس په قیروان ښار کې پیل شوي دي.

یکنا نیوز  د موزاییک اف ایم له قوله راپور راکړی، د حدیث نبوي د حفظ او د قرآن د قرائت  ملی سیالۍ  د اګست په یو دیرشمه نیټه  د تیونس د قیروان ښار په دارالقرآن ودانۍ کې پیل شوي  دي. دغه سیالۍ د تیونس په قیروان کې  د پیغمبر اکرم(ص) دمیلاد د درنښت د نړیوالې ټولنې  له خوا  د قرآن کریم د ملی اتحادئې په ملګرتیا سره ترسره کیږي.

 دغه سیالۍ چې  د پیغمبر اکرم (ص) د نیکمرغه میلاد د نړیوالو دستورو او جشنونو پیل دی ، د قیروان ولایت د ګډون  کونکو او د قیروان د قرآني  ټولنې  د زده کونکو  د اوڅاره او ولولناک شتون شاهدې دي.

د قرآن په لسګونو حافظان او قاریان او د پیغمبر له سنت سره په سلګونو مینه والو  په دغو مذهبی دستورو کې  د ګډون لپاره شرکت کړی دی. دغه سیالۍ  له یوه بل سره د ځوانانو د پيژندګلوۍ  او د خپلو تجروبو  د سره مبادلې لپاره یو فرصت برابر کړی دی.

دغه لومړنئ دیني او علمي پيښه په قیروان ولایت کې  دپیغمبر اکرم (ص) د نیکمرغه میلاد د نړیوالې جشنوارې په  چوکاټ کې لومړنی فعالیت  دی چې پکې علمي سمینارونه،دیني ویناوې او کلتوري فعالیتونه  شامل دي او تر یوې اونئ پورې به دوام ولري.

 ددغو سیالیو په افتتاح سره ، قیروان ښار د پیغمبر اکرم(ص) د میلاد دجشن د پیل شاهد دی او د اسلامی میراث او دین ،  او د پوهو د غونډو د ځاي او دمعنویّت او نور د پلازمینې په توګه ئې خپل ځائيګی ثبت کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4302827

captcha