ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،ه دغې لیکنې کې، د پارس ټوډي له لورې د وحدت اونۍ په مناسبت د اهل تشیَع او اهل تسنن ترمینځ د وحدت او ورورولۍ په اړه د حضرت امام خمیني (ره) نظرونو او افکارو ته یوه کتنه شوې ده.
د جمعې ورځ، د ربیعالاول میاشتې دولسمه، ۱۴۰۴ هـ ق، چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له ۶مې سره برابره ده، د یوه روایت له مخې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې ورځ ده او د وحدت د اونۍ پیل دی. اهل سنت د ربیعالاول دولسمه او شیعیان د همدې میاشتې اوولسمه نیټه د پیغمبر اکرم (ص) د زوکړې ورځ ګڼي.
د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر امام خمیني (ره)، چې پخپله د نړۍ د مسلمانانو د وحدت مبلغ ؤ، له دې موضوع څخه د مسلمانانو د یووالي او اسلامي ډلو د نږدې کولو لپاره کار واخیست او د دغو دوو نېټو (د ربیعالاول له ۱۲ تر ۱۷ ترمنځ موده ئې د «وحدت اونۍ» په نوم ونوموله.
د وحدت اونۍ په مناسبت د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د وحدت او ورورولۍ په اړه د امام خمیني (ره) د کلام ځینې ټکي ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.!
اهل تشیع او اهل سنت سره وروڼه دي
حضرت امام خمیني (ره) په دې اړه باور درلود: مونږ شیعیان له اهل سنتو سره یو یو، متحد یو او مسلمانان او وروڼه یو. که څوک داسې خبره وکړي چې زمونږ د مسلمانانو ترمینځ تفرقه رامینځته کړي، پوهه شئ چې یا جاهل دي یا له هغو کسانو څخه دي چې غواړي د مسلمانانو ترمینځ اختلافات رامنځته کړي. د شیعه او سني قضیه اصلاً مطرح نه ده، مونږ ټول سره ورونه یو.
ټول د خداي په رسۍ منګولې ښخې کړئ او جلا جلا مه کېږئ
د ایران د اسلامي جمهوریت ارواښاد بنسټګر د مسلمانانو اصلي ستونزه له اسلام او قرآن څخه واټن ګڼله او وې فرمایل: که مسلمانانو د خدای تعالی د دې امر «وَ اعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعاً وَ لا تَفَرَّقُوا» (ټول د خدای رسۍ باندې منګولې ولګوئ او جلا جلا مه کېږئ) باندې عمل کړی وای، نو د دوي ټولې سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې به حل شوې وائ او هېڅ ځواک به ئې پر وړاندې د مقابلې توان نه درلود.
مسلمانان دې سره متحد شي
امام خمیني (ره) فرمایلي دي؛ زما د ټولو مسلمانانو لپاره پیغام دا دی چې د خپلو ټولو امکاناتو او سترې نفوسي شمېرې په درلودلو سره دې سره متحد شي. که دوي متحد شي، هېڅ زبرځواک به د دې توان ونه لري چې پرې یرغل وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر هیله څرګنده کړې وه چې مسلمانان او اسلامي ملتونه، لکه څنګه چې د اسلام او قرآن مجید امر دی، سره وروڼه واوسي او د انسانیت او اسلامي هېوادونو د دښمنانو پر وړاندې په شدت او قدرت سره ودریږي او ورسره مقابله وکړي، دا هدف ترلاسه کيدونکی نه دی، مګر دا چې د حکومتونو ترمینځ کوچني اختلافات پرېښودل شي او دوي د وروڼو په څېر واوسي. دا اختلافات د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو لپاره د استفادې زمینه برابروي. باید د دې استفادې مخه ونیول شي او د اسلامي وحدت لپاره کار وشي، څو ټول د اسلام او قرآن مجید تر بیرغ لاندې راټول شي؛ ځکه چې لکه څنګه چې قرآن امر کړی: دوي دې د یو بل پر وړاندې «رحماء» (رحم کوونکي) او د کفارو پر وړاندې «اشداء» (سختچلنده) واوسي.
https://parstoday.ir/fa/iran-i21506