د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې، اسلامی وحدت او يووالی ته د رسيدو د لارو چارو د څیړلو په موخه د ( حضرت محمد (ص) او وحدت ) په عنوان سره يوه ورځنۍ علمی غونډه د سيرالئون په پلازمينه فريتاون ښار كښې د ايران د فرهنګی رايزنۍ په مركز كښې ترسره شوه.
د فريتاون د اسلامی كالج استاذ او د دغې غونډې منشی لامين منصاری په دې بيان سره چې پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی (ص) او د هغوی قدرمن اهلبيت (ع) د وحدت او يووالی مثالونه وو او دی، څرګنده كړه: اسلامی وحدت ته د رسيدو لپاره ضروری ده چې مسلمانانو ته د سوچه اسلام حقيقی انځور وښودل شی، هغه كار چې د تيرو ٣٣ كالو په موده كښې د حضرت امام خمينی (رح) او د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای له خوا د تاكيد وړ ګرځيدلی دی. 956140