IQNA

د پاكستان له شيعه مسلمانانو څخه په حمايت كښې د نجف د علميه حوزې د طلابو مظاهرې

21:01 - April 14, 2012
د خبر لمبر: 2304592
بين المللی ډله: د نجف د علميه حوزې په لس هاؤ طلابو پرون د پاكستان د شيعه مسلمانانو په حمايت كښې د مظاهرو په كولو سره د ملګرو ملتو له سازمان او د بشری حقوقو له سازمانونو او تنظيمونو نه وغوښتل چې د دغو خلكو د ژغورنې لپاره دې د عمل ميدان ته ورودانګی.
د ((نون)) خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مظاهرې د نجف د علميه حوزې د پاكستانی طلابو او د عراق د خلكو په ګډون سره ترسره شوې او پكښې د پاكستان په شمال كښې د وهابی ډلو په لاس د شيعه مسلمانانو وژله وغندله شوه.
د مظاهره چيانو وياند شيخ محمداحمد ووئيل: په پاكستان كښې د شيعه مسلمانانو د وژلې په وړاندې بين المللی چپتيا حيرانونكې ده، هغه شيعه مسلمانان چې د تكفيری او وهابی وسله والو د ظلم په وجه حتی مهاجرت هم نه شی كولې.
د يادولو ده چې په تيرو ١٥ ورځو كښې په پاكستان كښې څه باندې ١٠٠ تنه پاكستانی شيعه مسلمانان د وهابی ترهګرو په لاس شهيدان شوی دی. 985032
captcha