IQNA

د الهی صفاتو لپاره د معادلو تورو او الفاظو نشتوالے، په آلمانی ژبه د قرآن كريم د ترجمې ترټولو مهم مشكل دے

18:58 - April 19, 2012
د خبر لمبر: 2308156
بين المللی ډله: په آلمانی يا جرمن ژبه د وحی د كلام ژباړونكی چې كله د الهی صفاتو د ترجمې لپاره د مشكل سره مخامخیږی نو انجيل ته مراجعه كوی او هغه كلمات او صفات غوره كوی چې په دغه كتاب كښې د متعال خدای د توصيف لپاره كارول شوی دی او په حقيقت كښې مسيحی الفاظ د اسلامی تعبيرنو پرځائې استعمالوی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: (( په روسی او آلمانی ژبو د قرآن كريم د ترجمو د څیړنې او نقد)) په محوريت سره په بهرنيو ژبو د قرآن د ترجمو د غونډو د لړۍ څلورمه ناسته وړمه ورځ ترسره شوه او په روسی او جرمن ژبو د كلام الله مجيد په ترجمو كښې پر موجودو ستونزو او مشكلاتو باندې پكښې بحث وشو.
د دغې غونډې د مشرې په توګه ميرمن معصومه يزدان پناه په مختلفو ژبو د قرآن كريم د ترجمه كولو ضرورت ته په اشارې سره څرګنده كړه: څه باندې ١٤٠٠ كاله وشول چې قرآن كريم د مسلمانانو ترمينځ موجود دے او ټولنې همهغه شان هدايتوی، خو پكار دی پاملرنه وكړو چې د وحی دغه كلام يوازې د مسلمانانو لپاره نه دے او د ټولې نړۍ له ٧ ميليارډی ټولنې څخه هر يو كس كه لږترلږه يو ځل هم چې وكړې شی الهی آيات په خپله ژبه ولولی او د دغه آسمانی كتاب له تعليماتو نه ګټه واخلی.
988390

captcha