IQNA

په جنوبی افريقا كښې د قران شريف د تفسير د علم سيمنيار شروع شو

22:04 - April 28, 2012
د خبر لمبر: 2313733
نړيواله ډله: د جنوبی افريقاپه پائېتخت كېپ ټاؤن كښې نن د غوئی د مياشتې په نهمه نېټه د قران شريف د تفسير د علم سيمينار شروع شو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ د «ctme.co.za» د اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ: دغه سيمينار د جنوبی افريقا د اسلامی علومو د اكېډيمۍ په همت سره د قران كريم د تفسير له علم سره د مسلمانانو د لا زياتې اشنائۍ او خداے پاك ته د رسېدو د لارې د برابرولو لپاره د صحيح زمينو د رامنځته كولو په هدف سره په دغه اكېډيمۍ كښې شروع شو.
د تفسير د علم تاريخی پرمختګونه، د تفسير قسمونه، د قران مشهور تفسيرونه، د قران مجيدموضوعات، د سورۀ مريم تفسير، تفسير او ماډرن ازم، تفسيری ترجمه، د قران شريف د انګريزی ترجمو تطبيقی څېړنه، په قران شريف كښې د غور او فكر اصول او له معنويت سره د اړوند ايتونو تفسير به په دغه سيمينار كښې د بحث وړ موضوعات وی.
په دغه سيمينار كښې به د قران شريف د تفسير د ډګر شپږ تنه علماء د تفسير د علم د مختلفو اړخونو په باره كښې بحث وكړی.
دغه سيمينار به سبا پاې ته ورسیږی.
994622
captcha