فرانسوی مسلمان محقق او خبرنګار يان منصور توفيق دوگرانژ د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: لويدیځ په دې باندې په پوهيدو سره چې د سرمايه دارۍ نظام او ليبراليسټی تفكرات د سره پاشل كيدو په حال كښې دی، هره څه موده پس په اسلامی مقدساتو باندې په حملې سره هڅه كوی چې په دغو هيوادونو كښې له موجودو تحولاتو او بدلولونو څخه د نړيوالو ذهنونه بلې خوا ته واړوی او په يو ډول د دغه نظام د له مينځه تللو رفتار او سرعت كم كړی.
دوی زياته كړه: كه پام وكړو نو وينو چې د اسلامی مقدساتو د سپكاوی كولو ټولې پیښې ټيك په هغه وخت رامينځته كیږی كله چې لويدیځ يا د اقتصادی او ټولنيزو ستونزو سره مخ وی او يا دا چې مهم انتخابات او ټول ټاكنې راروانې وی. همداراز په اسلامی هيوادونو كښې وروستيو پاڅونونو هم د لويدیځ مشكلات زيات كړی دی او استكباری هيوادونه په دغو اقداماتو سره غواړی چې مسلمانان د نورو خلكو په مخكښې سپك كړی او اسلام ته د غيرمسلمانانو د ګروهنې مخه ونيسی.
دغه مسلمان ليكوال د خپلو ويناو په يوه بله برخه كښې دې ټكی ته په اشارې سره چې اسلامی نړۍ ته پكار دی چې د دغو اقداماتو په وړاندې يو پريكنده دریځ غوره كړی، ووئيل: اسلامی نړۍ بايد د دغه سپك عمل په وړاندې خپله چپتيه او خاموشی ماته كړی او په دې لړ كښې يو عملی اقدام ترسره كړی. مسلمانانو ته پكار دی چې د دغه امريكائی پادری په خلاف يا په فردی توګه او يا له ولسی او دولتی ارګانونو او سازمانونو نه د جوړو شويو ډلو په توګه د امريكې عدالت ته شكايت وكړی. 997537