د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی شورا مشر ډاكتر علی لاريجانی نن د اسلامی شورا په غونډه كې د حضرت فاطمة زهرا سلام الله عليها د زوكړې د كليزې او د مور د ورځې د رارسيدو له امله مباركی وويله او زياته كړه د اسلامی ايران ميرمنې چې حضرت فاطمة الزهرا س ېې د ژوند ژوند بيلګه ګرځولې ، د ايرانی ټولنې د فكر ی او كلتوری استقرار او پایښت ښودنه كوی .
لاريجانی وويل په اسلامی نظام كې د كورنۍ اړيكې د لودیځ پر خلاف د ګټو په اساس د يوه ولاړ نظام په څير نه ډی بلكې داسې يو مقدس نظام دئ چې نر او ښځې دواړه له خپلو ډيرو غوښتنو او تمايلاتو تيریږی تر څو د كورنۍ نظام آرام ، ټينګ او په درناوی ولاړ وساتی .
1005560