د «Press TV» له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: زياد رمضان د تيرې يكشنبې يا خالی په ورځ د پريس ټی وی امريكائی څانګې ته ووئيل: مونږ نن سبا بيا د مسلمانانو پرخلاف د حملو د زياتيدو كتونكی يو ځكه چې انتخاباتی دوره شروع ده.
دوی زياته كړه: هر ځل چې انتخاباتی دوره رارسی د نيوت گينگريچ، سنتروم او حتی د ميت رامنی په شان كسان د مسلمانانو پرخلاف ډيرې منفی څرګندونې كوی او دا كار د دې سبب كیږی چې خلك داسې فكر وكړی چې كه چيرې يو كس وغواړی چې ولسمشر جوړ شی نو پكار دی منفی څرګندونې وكړی او د مسلمانانو پرخلاف په پراخه توګه منفی بيانات وركړی، زما په خيال دا يو ډير خطرناك كار دے.
رمضان د امريكې له حكومته وغوښتل چې د دغې مسئلې مخنيوے وكړی. 1008527