د shorouknews د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه فرهنګی او كلتوری اونۍ د آيسسكو تنظيم د جوړيدو د ٣٠ كال په مناسبت له نن څخه په ایټاليا كښې پيل شوه او تريوې اونۍ پورې به دوام ولری.
د روم ښاروال ګيانااليمانو څرګنده كړه: په تيرو څلور كالو كښې چې زۀ ښاروال يم، د دغه هيواد د مسلمانو اقليتونو سره د ایټاليا د خلكو رابطه ډيره مضبوطه وه او ده.
دوی په دوام كښې زياته كړه: په ایټاليا كښې د اسلامی فرهنګ او كلتور د اونۍ نمانځل به له اسلامی فرهنګ څخه د غيرمسلمانانو د آګاهۍ د سطحې د زياتيدو سبب شی او تعصب به كم كړی.
د دغه رپورټ له مخې: د كتابونو د نندارتون، معاصرو هنرونو، د فلم د خپرولو، د شعرونو د مشاعرې د جوړولو او د عربی هيوادونو په طريقه د پخلی د برنامو د ترسره كولو په شمول د مختلفو نندارتونونو جوړول د دغې اونۍ له پروګرامونو څخه بلل شوی دی. 1011464