IQNA

په شارجه کې د اسلامي خطي نسخو نندارتون جوړیږي

5:25 - June 16, 2026
د خبر لمبر: 3492917
ایکنا-  د «خطي نسخې؛ هویت او دوامداره پرمختګ» په عنوان سره  نندارتون د متحده عربي اماراتو د پوهنتون په همکارۍ د شارجې په «بیت الحکمه» (د حکمت کور) کې ترسره کېږي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د البیان له خبري سرچینې ئې نقل کړی راغلي دي، د شارجې بیت الحکمه اعلان کړی چې د «خطي نسخې؛ هویت او دوامداره پرمختګ» نندارتون به د غبرګولي  د میاشتې په ۲۶ ، د سه‌شنبې په ماښام، د متحده عربي اماراتو د پوهنتون په همکارۍ پرانیستل شي.

دغه نندارتون د عربي او اسلامي خطي نسخو علمي او فرهنګي ارزښت د بشري پوهې د تر ټولو مهمو سرچینو په توګه څرګندوي او د علمي میراث په ساتنه، د فرهنګي حافظې په خوندي کولو او د نسلونو ترمنځ د پوهې په لېږد کې د دغو نسخو پر مهم رول ټینګار کوي.

د شارجې په دې نندارتون کې کابو  ۵۰ نادرې او ارزښتمنې خطي نسخې نندارې ته وړاندې کېږي. دا نسخې د علومو بېلابېلې برخې رانغاړي، چې پکې د قرآن کریم علوم، عربي ژبه، ستورپوهنه، ریاضیات، طب، انجینرينګ، کرنه او نور نظري او عملي علوم شامل دي.

دغه نندارتون د څېړونکو، پوهنتونونو د استادانو، محصلینو، د تاریخ او علومو د زده‌کوونکو، د فرهنګي میراث د مینه‌والو او همدارنګه د عامو خلکو لپاره جوړېږي؛ هغو کسانو ته چې غواړي د عربي او اسلامي تمدن علمي میراث وپېژني او وڅېړي. دغه راز، نندارتون به د بیت الحکمه هغه تګلاره هم انځور کړي چې موخه ئې د پوهې پر بنسټ د ټولنو پیاوړتیا، د فرهنګي حافظې ساتنه او نوي نسل ته د فکري میراث د لاسرسي پراخول دي.

House of Wisdom (بیت الحکمه) یوه اوسمهاله  ودانۍ ده چې د شارجې ښار له مرکزه کابو  ۱۰ کیلومیتره لیرې، د شارجې نړیوال هوائي ډګر ته نږدې، د پوهنتونونو په ښارګوټي کې موقعیت لري. دا ودانۍ دوه پوړونه لري او له ۱۰۰ زرو څخه ډېر کتابونه پکې ساتل کېږي.

Sultan bin Muhammad Al Qasimi، چې د متحده عربي اماراتو د عالي شورا غړی او د شارجې واکمن دی، د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په ۱۹  نېټه بیت الحکمه پرانیست. دا پرانیسته یو کال وروسته له هغه ترسره شوه چې UNESCO شارجه د نړۍ د کتاب د پلازمېنې په توګه ونوموله.

https://iqna.ir/fa/news/4358147

captcha