IQNA

په مدينه منوره کې د قرآن کريم د معناؤ غږيزې ژباړې په تاجيکي او ويتنامي ژبو خپرې شوې

15:33 - June 15, 2026
د خبر لمبر: 3492912
ایکنا-  د ملک فهد د قرآن کريم د چاپ  کمپلیکس  د قرآن کريم د معناوو غږيزې ژباړې په تاجيکي او ويتنامي ژبو د خپلې رسمي وېبپاڼې له لارې د مخاطبانو لپاره وړاندې کړې دي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «اليوم» له قوله خپور شوی راغلي دي ، د ملک فهد د قرآن کريم د چاپ ټولګې دا نوې پروژه د دې لپاره پيل کړې چې د عصري ټیکنالوژۍ په مرسته د قرآن کريم خدمت وکړي او هغو مسلمانانو ته چې په بېلابېلو ژبو خبرې کوي، د قرآن د معناوو د پوهېدو اسانتيا برابره کړي.

ددغې ټولګې په اعلامیې کې وئیل شوي دي، کاروونکي اوس کولای شي د قرآن کريم د معناوو غږيزه ژباړه په تاجيکي او ويتنامي ژبو واوري. همدارنګه دوی کولای شي د سورو او آيتونو ترمنځ په آسانۍ  ارزونې او مطالعې وکړي او غږيز فايلونه يا په بشپړ ډول او يا هم د هرې سورې او آيت له مخې جلا جلا ډاونلوډ کړي. دا خدمت د نړۍ په هره برخې کې کاروونکو ته يو اسانه او انعطاف منونکی ډيجيټلي تجربه برابروي.

په  اعلامیې کې  زياته شوې چې دا غږيزې ژباړې په لوړ غږيز کيفيت ثبت شوې دي، روښانه لوست او د قرآن د آيتونو د معناوو دقيق لېږد پکې په پام کې نيول شوی دی. دا چاره د دغو دوو ژبو ويونکو سره مرسته کوي چې د قرآن کريم په معناوو ښه پوه شي او د الهي آيتونو په رڼا کې تفکر او تدبر وکړي.

د ملک فهد د قرآن کريم د چاپ ټولنې ويلي چې دا غږيزې ژباړې د دوی د برېښنائي پورټل او ځانګړي لينک له لارې د لاسرسي وړ دي.

د نويو غږيزو ژباړو وړاندې کول د دې ټولګې د هغو دوامدارو هڅو يوه برخه ده چې موخه ئې د ډيجيټلي خدمتونو پراخول او د برېښنائي محتوا بډاينه ده. دا ټولنه د عصري رسنيو له لارې د قرآن کريم تصديق شوې ژباړې په بېلابېلو ژبو وړاندې کوي، څو د قرآن پيغام او معناوې د نړۍ مسلمانانو ته په اغېزمن ډول ورسوي.

د ملک فهد د قرآن کريم د چاپ ټولګه په مدينه منوره کې موقعيت لري. دغه ستر مرکز هر کال د قرآن کريم ميليونونه نسخې چاپوي او د دې سپېڅلي کتاب ژباړې هم په ګڼو نړيوالو ژبو خپروي.

https://iqna.ir/fa/news/4358086

captcha