IQNA

د الازهر شيخ د استقامت او دټاټوبو د حرمت د ساتنې پر ارزښتونو ټينګار وکړ

15:51 - June 17, 2026
د خبر لمبر: 3492922
ایکنا- د الازهر شيخ احمد الطيب د نوي هجري قمري کال په مناسبت په خپل پيغام کې له ټول اسلامي امت څخه وغوښتل چې د اعتدال او مینځ لاریتوب  تګلاره دې خپله کړي او د استقامت، هوډ، ارادې، د حق پر لار د ټينګ پاتې کېدو او د اسلامي خاورو او وطنونو د حرمت ساتنې له ارزښتونو دې الهام واخلي.

د ايکنا د راپور له مخې، چې د «صدى البلد» له خبري سرچينې يې نقل کړی راغلي دي ، احمد الطيب د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي، د مصر ولس او ټول عربي او اسلامي امت ته د نوي هجري کال مبارکي وويله او له خداي تعالی څخه ئې وغوښتل چې دا کال د ټول بشريت لپاره د خير، برکت، امن او سولې کال وګرځوي.

هغه په دې مناسبت ټينګار وکړ چې مسلمانان بايد د استقامت، ارادې، ثابت قدمۍ او د اسلامي خاورو د حرمت  د ساتنې له ارزښتونو الهام واخلي.

د الازهر شيخ وويل:د رسول الله ﷺ هجرت د اسلام په تاريخ او نبوي سيرت کې يو بنسټيز درس دی. د الله تعالی پر وړاندې کلک ايمان، توکل، د اسلام د تبليغ په لار کې د ستونزو پر وړاندې صبر او استقامت، او له غيرمسلمانانو سره د سوله‌ييز ګډ ژوند غوره بېلګې هغه درسونه دي چې مسلمانان بايد ترې پيروي وکړي.»

احمد الطيب له ټول اسلامي امت څخه وغوښتل چې د اعتدال او منځلارۍ تګلارې ته  دې ژمن پاتې شي، د تفرقې او اختلاف له عواملو سره مخالفت وکړي او د اسلامي يووالي او ګډو همکاريو د پياوړتيا لپاره کار وکړي، څو سوله، هوساينه او پرمختګ ترلاسه شي.

هغه د خپلې وينا په پاي کې له خداي  تعالی څخه وغوښتل چې عربي او اسلامي امت وساتي، له کړاوونو ئې وژغوري، د هغوی صفونه يو موټی کړي، د کلمې يووالی پياوړی کړي او د نړۍ مشران د حق، عدالت او د انسانانو ترمنځ د برابرۍ ارزښتونو ته هدایت کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4358608

captcha