IQNA

«فاطمه کېټس»؛ په لېورپول کې لومړنۍ مسلمانه شوې مېرمن

15:38 - June 15, 2026
د خبر لمبر: 3492913
ایکنا- فاطمه کېټس د برېتانيا له مخکښو مسلمانو څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړې د لېورپول لومړنۍ پېژندل شوې مېرمن وه چې اسلام يې ومانه او سره له دې چې له سختو ټولنيزو او شخصي ستونزو سره مخ شوه، د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې ئې په برېتانيا کې د اسلامي ښوونو د خپرولو په برخې کې مهم رول ولوباوه.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «muslimlitfest» له قوله خپور شوی راغلی دي، فاطمه کېټس (Fatima Cates) د برېتانيا د مسلمانانو له مشهورو او اغېزناکو شخصيتونو څخه وه. هغه د لومړنۍ مېرمنې په توګه پېژندل کېږي چې په لېورپول کې ئې اسلام قبول کړ او د ډېرو ټولنيزو او شخصي ننګونو سربېره يې د برېتانيا په ټولنې کې د اسلام د معرفي کولو او خپرولو لپاره ارزښتناک خدمتونه ترسره کړل.

فاطمه کېټس، چې اصلي نوم يې فرانسس الېزابېت موري و، د ۱۸۶۵ کال د جنورۍ په پنځمه نېټه د انګلستان په  بيرکنهد  ښار کې وزېږېده. هغه د يوې کارګرې مسيحي کورنۍ په غېږ کې لويه شوه او د ۱۸۷۰ کال د اجباري زده‌کړو له قانون وروسته ئې د زده‌کړې فرصت ترلاسه کړ.

هغې د ځوانۍ پر مهال له «اعتدال غورځنګ» سره يو ځای شوه؛ دا يو ټولنيز حرکت و چې د الکولو د مصرف د محدودولو ملاتړ ئې کاوه. نوموړې د دې غورځنګ د لېورپول څانګې د منشي په توګه هم دنده ترسره کړه.

خو د اسلام د منلو پرېکړه ئې د کورنۍ او شاوخوا خلکو له سخت مخالفت سره مخ شوه. هغه له ګڼو دباؤنو سره مخامخ شوه، چې د ديني مراسمو د ترسره کولو د مخنيوي هڅې، ټولنيز تحريک او ځورونې هم پکې شاملې وې.

د هماغه کال په جولائی مياشت کې، فاطمه کېټس د عبدالله کويلیئم او علي هميلټن په ملګرتيا د «لېورپول اسلامي ټولنه» جوړه کړه. د دې ټولنې موخه په برېتانيا کې د اسلام معرفي کول او د اسلامي ښوونو خپرول وو. په دې ټولنه کې به هره اوونۍ د لمانځه، د قرآن کريم د تلاوت او د ديني موضوعاتو د بحث لپاره غونډې جوړېدلې.

سره له دغو ستونزو، فاطمه کیټس په ځانګړې توګه د ښځو ترمنځ د اسلام په معرفي کولو کې مهم رول ادا کړ. هغه د يو شمېر برېتانوي ښځو د اسلام منلو لامل شوه، چې د هغې خپلې خويندې کلارا او اَني هم پکې شاملې وې. دغه راز نورو ښځو هم د هغې په هڅو سره  اسلام قبول کړ او وروسته د لېورپول د مسلمانې ټولنې له مهمو څېرو وګرځېدې.

هغې وروسته د لېورپول د اسلامي انسټيټيوټ د يوې مخکښې څېرې په توګه شهرت وموند او په هغو فکري او فرهنګي فعاليتونو کې ئې برخه واخيسته چې اغېز ئې د برېتانيا له پولو واوښت. د هغې ځينې ادبي او شعري آثار په بهرنيو مجلو، په ځانګړې توګه د هند په نيمې وچې کې، هم خپاره شول.

فاطمه له سختو شخصي ستونزو ډک ژوند تېر کړ. د خپل  واده شوې مودې پر مهال ئې له کورنيو ستونزو او تاوتريخوالي سره مخامخ ژوند درلود. دا هغه وخت و چې د برېتانيا قوانينو د ښځو د طلاق حق ته سخت محدوديتونه وضع کړي وو. وروسته هغې له خپل مېړه څخه په قانوني ډول طلاق واخست  او ورڅخه جلاشوه.

په ۱۹۰۰ کال کې فاطمه کېټس د انفلونزا ناروغۍ له امله، چې وروسته په سینه‌بغل بدله شوې وه، وفات شوه. نوموړې د اسلامي مراسمو له مخې د لېورپول په انفيلډ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.

د کلونو بې‌پامۍ وروسته، د هغې قبر په ۲۰۲۲ کال کې د لېورپول د مسلمانې ټولنې د غړو په هڅو ورغول شو.

 اوس   فاطمه کېټس لا هم د برېتانيا د اسلامي تاريخ د يوې مخکښې او نوښتګرې څېرې په توګه يادېږي؛ ځکه هغې په داسې ټولنيز چاپېريال کې چې مسلمانان پکې ناپېژندل شوي وو، د اسلام د معرفي کولو او خپرولو لپاره بنسټيز رول لوبولی و.

https://iqna.ir/fa/news/4357931

captcha