
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «صدي البلد» له قوله خپور شوی راغلي د ي، د مصر د اسلامي څېړنو د ټولنې عمومی منشي محمد الجندي د الازهر د شيخ، احمد الطيب، په استازيتوب په دغو نړيوالو کلتوري مراسمو کې ګډون وکړ. دغه مراسم د ازبکستان د اسلامي تمدن مرکز په همکارۍ د «ازبکستان ـ مصر: د تمدنونو او ميراثونو خبرې اترې» تر سرليک لاندې ترسره شول.
دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې د ازبکستان د اسلامي تمدن مرکز په رسمي ډول د ګينس له خوا د نړۍ د تر ټولو ستر اسلامي تمدن میوزيم په توګه ثبت شو؛ هغه میوزيم چې د نندارتونونو لپاره تر ټولو لويه ځانګړې شوې ساحه لري.
په دغو مراسمو کې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير بختيار سعيدوف، د مصر د ټوریزم او لرغونو آثارو وزير شريف فتحي، د ازبکستان د اسلامي تمدن مرکز مشر فردوس عبدالخالقاف، د مصر د اسلامی چارو او اوقافو وزارت استازي، د مصر د ستر میوزيم اجرايوي مشر احمد غنيم، او د مصر او ازبکستان يو شمېر علماوو، څېړونکو او د اسلامي تمدن او ميراث متخصصانو ګډون کړی و.
د مصر د اسلامي څېړنو د ټولنې عمومی منشي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې د ازبکستان د اسلامي تمدن مرکز دا بريا يوازې د میوزيمونو يو عادي لاسته راوړنه نه ده، بلکې تر دې خورا زيات ارزښت لري.
هغه زياته کړه: «ازبکستان هغه ټاټوبی دی چې د اسلامي تمدن ګڼ ستر شخصيتونه ئې روزلي دي. د دوي علمي ميراث تر اوسه د اسلامي امت په حافظې او د الازهر په څېر سترو علمي بنسټونو کې ژوندی پاتې دی.
خالد الجندي وويل: « ازبکستان د اسلامي تمدن په تاريخ کې يوه ځلانده پاڼه ده؛ ځکه له دې ټاټوبی داسې پوهان راپاڅېدلي چې د اسلامي علومو په ساتنې او راتلونکو نسلونو ته په لېږدولو کې ئې ژورې اغېزې شیندلي دی. له دغو سترو شخصيتونو څخه د صحيح بخاري ليکوال، امام محمد بن اسماعيل بخاري، امام ابوعيسى ترمذي، او امام ابومنصور ماتريدي، چې د اهل سنتو د کلامي علومو ستر عالمان وو، يادولی شو. همدارنګه ګڼو نورو علماوو د حديث، فقهې، تفسير، ژبې او بشري تمدن د بډاينې لپاره مهم خدمات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې د اسلامي تمدن مرکز د ګينس په نړيوالو ريکارډونو کې ثبتېدل نړۍ ته يو تمدني پيغام رسوي او څرګندوي چې اسلامي امت يو پراخ علمي او کلتوري ميراث لري چې د ساتنې، څېړنې او د دودیدا وړ دی.
نوموړي له علمي او فرهنګي بنسټونو وغوښتل چې د دغه ميراث د معرفي کولو او ساتنې لپاره خپلې ګډې هڅې دوامداره وساتي، ځکه دا ميراث د بشريت د ګډ ميراث يوه نه بېلېدونکې برخه ده.
په دې مراسمو کې د ازبکستان د اسلامي تمدن د مرکز په اړه يو مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو چې پکې د مرکز د جوړېدو پړاوونه او علمي او فرهنګي موخې بيان شوې وې. ورپسې د «ازبکستان فرهنګي ميراث؛ د ټول بشريت شتمني» تر عنوان لاندې يو نندارتون پرانيستل شو. په دې نندارتون کې نايابه خطي نسخې، علمي خپرونې، د قرآن کريم لرغوني او نفيسې نسخې او مستندې پروژې نندارې ته وړاندې شوې وې چې د ماوراءالنهر د فرهنګي ميراث ارزښت يې روښانه کاوه؛ هغه سيمه چې د پېړيو په اوږدو کې د اسلامي نړۍ له مهمو علمي او فرهنګي مرکزونو څخه ګڼل کېدلې.
د يادونې وړ ده چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۱۳مه نېټه د ازبکستان د اسلامي تمدن مرکز په رسمي ډول د نړۍ د تر ټولو ستر اسلامي تمدن میوزيم په توګه وپېژندل شو او د ګينس نړيوالو ريکارډونو معتبر سند ئې ترلاسه کړ.
د جايزې د سپارلو مراسم د ګينس نړيوالو ريکارډونو د رسمي استازې او ارزونکې شيدا سوباشي په شتون کې ترسره شول. هغې تاييد کړه چې دغه مرکز ټول نړيوال معيارونه پوره کړي دي.
په دغو مراسمو کې هغه معماران، پلان جوړوونکي، ډيزاينران او جوړوونکي هم حاضر وو چې په دې ستره پروژه کې يې مهم رول لوبولی و. دغه وياړلي سند د مرکز د علمي شورا غړو ته وسپارل شو.
https://iqna.ir/fa/news/4358089