د ايکنا د راپور له مخې، چې د «العهد» له چینل څخه ئې نقل کړی راغلي دي، د بي بي خوله بنت امام حسين (ع) د سپېڅلي زيارت د ګنبسئ بيرغ هم په تور بيرغ بدل شو، چې په دې سيمې کې د عاشورا د مراسمو او د حسيني مجلسونو د پيل نښه ګڼل کېږي.
په دغو مراسمو کې د حضرت خولې (س) د سپېڅلي حرم متوَلي حاج حسين نصرالله وينا وکړه او ويې ويل:دا شېبې زمونږ خاطرې غم او وير هغو تیرو شپو ورځو ته بيا بوځي. سلام دې وي زمونږ پر سردار، امام حسين (ع). ائ د شهيدانو سرداره! د اسلامي مقاومت د شهيدانو کورنۍ له همدې سپېڅلي ځايه تاسو ته سلامونه وړاندې کوي. هغوی خپل زامن او همسران د دې لارې قرباني کړل او هر څه ئې د خداي په لار کې فدا کړل.»
هغه زياته کړه: نن مونږ د بي بي خولې (س) په سپېڅلي انګڼ کې ولاړ يو، څو د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم مياشتې د پيل په مناسبت د ماتم تور بيرغ پورته کړو او د خپل سردار امام حسين (ع)، د هغه د وروڼو، بچیانو او وفادارو ملګرو د وير او عزادارۍ د مراسمو پيل اعلان کړو. موږ په ټول اخلاص سره اباعبدالله الحسين (ع) ته تسليت وړاندې کوو. د دغه ستر امام مېړانه او سرښندنه زمونږ لپاره وياړ او د اسلامي امت لپاره د عزت سرچينه ده.»

https://iqna.ir/fa/news/4358601