IQNA

د لبنان د جنوب ازادول د صهيونېسټانو په خلاف د سترو كاميابيو سريزه ده

22:01 - May 23, 2012
د خبر لمبر: 2332839
سياسی ډله: د اسلامی شورا د جرګې مشر د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی سېكتر او د دغه هېواد د پارلېمان مشر ته د صهيونېسټ رژيم له قبضې څخه د لبنان د جنوب د ازادۍ د كليزې د رارسېدو په مناسبت د مباركی په يو پېغام كښې څرګنده كړه: په قطعی توګه د لبنان د جنوب ازادول به د صهيونېسټانو په خلاف د سترو كاميابيو سريزه ثابته شی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د خانه ملت په نقل سره رپوټ وركړ: د ايران د اسلامی شورا د جرګې مشر د لبنان د حزب الله عمومی سېكتر سيد حسن نصرالله او د دغه هېواد د پارلېمان مشر نبيه بری ته په بيله بيلو پېغامونو كښې د صهيونېسټ رژيم له قبضې څخه د لبنان د جنوب د ازادۍ د كليزې د رارسېدو په مناسبت مباركی وويله.او زياته یې كړه بې له شكه نن د نړۍ د ننګيالو عزت او كرامت د امام خمينی (رح) ارزښتناك ميراث او د معظم رهبر ايت الله العظمی خامنه ای د مدبرانه رهبرۍ، د اسلام د جنګياليو د قربانيو او مجاهدتونو، د مقاومت د قدرمنو شهيدانو د پاكو وينو او د هغوی د كورنيو د صبر او زغم احسانمن دے.
د يادونې ده چې د ٢٠٠٠ ميلادی كال د مۍ ٢٥ نېټه د لبنان د اسلامی مقاومت د صهيونېسټ رژيم ځواكونو ته د ماتې په وركولو سره دغه غاصب رژيم د لبنان له جنوب څخه په وتلو مجبور كړ.
د لبنان حكومت دغه ورځ د مقاومت او ازادۍ ورځ نومولې ده او په دغه ورځ یې د عامې چهټۍ اعلان كړ ے دے.
1013937

captcha