د المنار د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د سورئې په خاوره كښې د يوشمير لبنانيانو د تښتول كيدو نه پس د لبنان د حزب الله عمومی منشی سيدحسن نصرالله د المنار ټی وی چينل سره په ټيليفونی مركه كښې دغې پیښې ته خپل غبرګون وښود او وئې وئيل: د ځينو وسله والو ډلو دغه كار غندل شوے او محكوم دے او زمونږ وړومبيتوب دا دے چې څه ډول د دغې مسئلې سره تعامل ولرو او هغه حل كړو.
دوی زياته كړه: حزب الله او امل نومې غورځنګ به د دې پیښې سره په مسؤليت سره برخورد وكړی او مخكښې له دې چې دغه خبر رسندوئی شی دې مسئلې ته مو پام وو. مونږ دغې موضوع ته رسيدګی كول له خپلو مسئوليتونو او دندو څخه ګڼو ځكه چې تښتول شوی كسان زمونږ وروڼه او بچې دی.
د حزب الله عمومی منشی ووئيل: تښتول شوی كسان لبنانی ښاريز دی او د دې هيواد حكومت پكار دی د نړۍ د هر بل حكومت په شان په وړومبۍ درجه كښې په دې زمينه كښې په خپلو مسئوليتونو خبر وی او د دغو كسانو د آزادولو لپاره كوشش وكړی. 1014732