IQNA

د آيت الله نمر نيونه د شيعه مسلمانانو پرخلاف د قبيله ايز جنګ بيانونكې ده

22:32 - July 14, 2012
د خبر لمبر: 2368276
بين المللی ډله: د نجف اشرف د جمعې د لمانځه خطيب د عربستان د شيعه عالم آيت الله نمر د نيول كيدو د غندنې په ترڅ كښې دغه كارپه دغه هيواد كښې د شيعه مسلمانانو پرخلاف د قبيله ايز جنګ بيانونكې وباله.
د الجزيره خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د نجف اشرف د جمعې د لمانځه خطيب سيدصدرالدين قبانچی څرګنده كړه: د سعودی شيعه عالم آيت الله نمر باقرالنمر نيونه چې د قطيف په شيعه ميشت ولايت كښې د يولړ اعتراضاتو د رامينځته كيدو سبب شوه، د شيعه مسلمانانو پرخلاف قبيله ايز جنګ دے.
سيد‌صدرالدين قبانچی چې د نجف ښار په فاطميه نومې حسينيه كښې ئې د جمعې خطبه وركوله، په دوام كښې زياته كړه: په سعودی عربستان كښې طايفه ايز يا قبيله ايز جنګ روان دے چې د عربستان په ختیځ كښې د يو شيعه عالم آيت الله نمر باقر النمر د نيول كيدو او د هغۀ د حمايت د اعلان لپاره د ولسی مظاهرو د جوړيدو سبب شو.
د نجف اشرف د جعې د نمانځه خطيب څرګنده كړه: سعودی عربستان ته پكار دی چې د مذهبونو ګڼ والی او د كلتوری آزادۍ احترام وكړی او د خلكو له ځپلو او وژلو لاس واخلی. 1052241

captcha