IQNA

ايت الله خاتمی: اسلامی كانفرنس دې د برما د مسلمانانو د نجات لپاره عمل وكړی

16:11 - July 20, 2012
د خبر لمبر: 2372991
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله احمد خاتمی په شام كې د چهار شنبې ورځې د ترهګرو عملياتو د غندلو ترڅنګ چې د يو شمير لوړ پوړو سوری چارواكو د مرګ ژوبلې لامل شو وويل ترهګر بايد په دې پوه شی چې د دا ډول جنايتونو په تر سره كولو سره هغه دولت چې ملت ېې ملاتړ كوی نه شی راغورځولې.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب سوريه په سيمه كې د صهيونيست رژيم، لودیځ او د هغوی د سيمه ايزو لاس پوڅو د جنايتونو په وړاندې د مقاومت چورليز وباله او د بحرين د ملت په وړاندې ېې د آل خليفه او آل سعود رژيمونو د ځپونكو سياستونو په غندلو سره څرګنده كړه د بحرين او عربستان چارواكی هم بايد پوه شی چې دا دول كړچار د دوی لپاره بدې پايلې درلودلئ شی او دوی به د سيمې د نورو پرځول شويو ديكتاتورانو په برخليك اخته كړی.
آيت الله احمد خاتمی وويل د بحرين ملت بايد په يوه آزاده ټول پوښتنه كې خپل برخليك او خپل راتلونكئ حكومت وټاكی.
ښاغلی آيت الله خاتمی هم دا راز په برما كې د مسلمانانو په زړه بوږنوونكې وژله او قتل عام د اندیښنې په ښكارولو سره د دې هيواد د جمهور ريس هغه څرګندونې رد كړې چې مسلمانان ېې د برما ښآريز نه ؤؤ بللی او زياته ېې كړه په سلګونه كاله كیږی چې مسلمانان په برما كې ميشت دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ د برما دولت بايد زر تر زره د دې قتل عام د مسئول په توګه خپلو جنايتونو ته خاتمه وركړی او له نړيوالو سازمانونو په تيره د اسلامی ملګرتيا له سازمان ېې وغوښتل چې د مسلمانانو د نجات لپاره بايد عمل وكړی . د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی خاتمی هم دا راز د اسلامی ايران په وړاندې د لودیځ دباوونه د ايران د ملت له ورځ تر بلې زياتيدونكی ځواك او پرمختګ د دوښمانانو د ويرې او كينې له امله وبلل او څرګنده ېې كړه د ايران ملت به په هیڅ ډول شرايطو كې هم د لودیځ امپرياليستی نظام غوښتنو ته تسليم نه شی او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د لارښونو په رڼا كې به په ټولو سختيو بريا ومومی او دښمنان به ماتې خوړلی پریږدی.
آيت الله خاتمی همداراز د مباركې روژې رارسيدو ته په اشارې سره هيله مندی څرګنده كړه چې د نړۍ مسلمانان په ښه ډول د خدای ج په دې ميلمستيا كې ګډون وكړی او وكړئ شی چې له ګناه او فساد په لرې والی ،د خپل ځان په جوړولو او د نفس په تزكېې سره ځانونه خدای جل شانه ته نږدې كړی .
1057752

captcha