د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دې ليك يوه يوه نسخه اسلامی ملګرتيا سازمان ،د بشر حقوقو دعالی كميسيون مشرې ميرمن ناوی پيلای او د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه څانګې مشرې ميرمن والری آموس ته لیږل شوې ده. په ليك كې د برما د چارواكو د ادعاوو په رديدو سره ټينګار شوئ په سلګونه كاله كیږی چې مسلمانان په برما كې ميشت دی>
په دې ليك كې ټينګار شوئ ملګری ملتونه بايد د فوری اقداماتو په تر سره كولو سره په برما كې د مسلمانانو د عام وژلې مخنيوئ وكړی . په ليك كې راغلی بې له شكه د برما د غميزې په اړه د نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو چوپوالی د دې هيواد له بودايی دولت سره د مسمانانو په عام وژله كې ډيره مرسته كړې او د لا ډيرو جنايتونو د تر سره كولو لپاره ېې د هغوی لاس خلاص پریښئ .
د وروستيو راپورونو په اساس په برما كې بودايی دولت تر اوسه تر ۹۰ زرو ډير مسلمانان ،ښځې او ماشومان له كوم توپير پرته قتل عام كړی د هغوی تر ۲لكو ډير كورونه ېې سوځولی تر ۳۰ زرو ډير مسلمانان لا هم بې دركه دی تر ۵ زرو په ډيرو ښځو او مسلمانو پيغلو لومړئ جنسی تيرئ شوئ او بيا په اور كې سوځول شوې دی .
په فيس بوك او د انترنیټ په نورو ټولنيزو شبكو كې داسې ویډيوګانې او انځورونه خپریږی چې بودايان ، مسلمانان ژوندی په اور كې سوځوی او د بودايانو په مركزونو كې په سلهاوو د مسلمانو ښځو لوڅ شوی او بيا په اور كې سوځول شوی جسدونه پراته دی . په يو شمير انځورونو كې بودايان مسلمانان ژونډی په اور كې سیځی ،ژورناليستان ېې انځورونه اخلی او بودايان ورته په كړس كړس خاندی خو داسې هیڅوك نه شته چې د برما مظلوم مسلمانان د اور له لمبو وباسی .
د برما د نوبل جايزې ګټونكې چې لودیځ ېې په برما كې د ديموكراسۍ سمبول بولی هم له دې عام وژلې ملاتړ كړئ او وايی مسلمانان بايد د برما له خاورې ووزی .
1058621