IQNA

په كابل كې د فاطـمه زهرا نومې عمومی كتابتون افتتاح وشوه

20:15 - July 21, 2012
د خبر لمبر: 2373951
د علم او تفكر ډله: د كابل په بل خشك سيمې په جامې جومات امام زمان عليه السلام كې د عمومی كتابتون افتتاح د دينی عالمانو كلتوری شخصيتونو او د پارليمان څو غړيو په شتون كې وشوه.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له اسلامی روابطو او كلتور سازمان یې نقلوی چې دا كتابتون سل مربع میټره ده او كتابتون كې مختلف امكانات لكه الماريانې ميزونه او كرسيانې او څلورنيم سوه نه زيات علمی، مذهبی او تعليمی كتابونه موجود دی چې ځوانان د لوستلو او مطالعی ته شوق وركوی او د هغو علمی او كلتوری سويه ښه كوی.
د ويلو ده چې د بل خشك د امام زمان د جامی جومات د كابل په لويدیځی سيمې كې خپلې كلتوری فعاليتونه ترسره كوی چې د ټؤلنې مختلفو كسانو بيا په تيره ځوانانو لپاره مختلف ډول دينی كلتوری او علمی پروګرامونو انتظام كوی.
1056069
captcha