د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ناپيئلتوب د غورځنګ د بين المللی خبری آژانس (NAMNA) د پرانستنې مراسم پرون له غرمې مخكښې د ايران د جمهوررئيس د دفتر د اطلاع رسونې او ارتباطاتو د مرستيال محمدشيخان او د اسلامی كلتور او ارشاد د وزارت د بهرنيو رسنيو لوئې د مدير محمدآقاجری په شتون سره ترسره شول.
د دغو مراسمو په پيل كښې ښاغلی شيخان په اوسنی دور كښې د رسنيو اهميت ته په اشارې سره څرګنده كړه: په داسې حال كښې چې نړيوال استكبار او د سلطې نظام په دې لټه كښې دے چې په رسنيو او میډيا باندې په سلطې سره خپل مادی افكار او عقايد په بشری ټولنه باندې واكمن كړی، د ولسونو د بيدارۍ او د بشری ټولنې د هوښيارۍ سره په يووخت يوشمير داسې رسنۍ رامينځته شوې دی چې بشری نيكمرغی او تكامل تعقيبوی.
دوی د ناپيئلتوب د غورځنګ د بڼه نيولو په هكله ووئيل: دغه غورځنګ هغه وخت جوړ شو چې په نړۍ كښې دوه قطبی نظام واكمن وو او هغه هيوادونه چې د خپلواكۍ په لټه كښې وو او د هغو لپاره انسانی كرامت او د ټولو ولسونو موقعيت او منزلت اهميت درلود، د خپلې لارې د دوام لپاره يوه ژمنه وكړه. 1068277