IQNA

((ايران او د ناپيئلتوب غورځنګ د اسنادو په روايت)) نومې كتاب خپور شو

23:42 - August 04, 2012
د خبر لمبر: 2385369
د ادب ډله: په تهران كښې د ناپيئلتوب د غورځنګ د غړو هيوادونو د مشرانو د شپاړلسمې غونډې د ترسره كيدو په مناسبت، د ناپيئلتوب د غورځنګ په هكله د وړومبی بين المللی علمی كانفرنس د جوړونكی په توګه د جمهوری رياست د تحقيق، سنجش او اسنادو مركز ((ايران او د ناپيئلتوب غورځنګ د اسنادو په روايت)) نومې كتاب خپور كړ.
د جمهوری رياست د تحقيق، سنجش او اسنادو د مركز د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسنادو په روايت د ايران او د ناپيئلتوب د غورځنګ په هكله «له باندونګ نه تر تهرانه» نومې كتاب خپور شو.
دغه كتاب د ناپيئلتوب له غورځنګه ايرانی روايت دے. د دغه كتاب په يوه برخه كښې د باندونګ له كانفرنسه مخكښې د عربستان او ايران په هكله د پولينډی ورځپاڼې مطلب، د يو مصری خبريال له نظره د باندونګ د كانفرنس په هكله په قاهره كښې د ايران د سفارتخانې رپورټ، د الجزاير په اړه د ايشيائی او افريقائی هيوادونو د ډلې له غونډې څخه د ملګرو ملتو په سازمان كښې د ايران د نمايندګۍ رپورټ، د ناپيئلتوب د غورځنګ د مشرانو د كانفرنس په ترسره كولو پورې د اړوندو چارو څخه د كتنې لپاره د عراق د بلنې په هكله جمهوررئيس ته د ايران د بهرنيو چارو د وزارت ليك او د فلسطين او لبنان مسئلې ته د رسيدګۍ لپاره د ناپيئلتوب د غورځنګ د بهرنيو چارو د وزيرانو په كانفرنس كښې د ايران د ګډون په هكله د ياسر عرفات بلنې ته د آيت الله خامنه ای ځواب چاپ شوی دی. 1070227

captcha