د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د انډونېشيا د ډامپېټ ضعفا د تنظيم ډائرېكټر وويل: دغه مالی مرستې د پی كی پی يو، روماه زكات او د ډامپېټ ضعفا د بشری حقوقو د تنظيمونو له لار ېد روهينګيا سيمې مسلمانانو ته ولېږلې شوې او همدارنګ طبی ځواكونه نېغ په نېغه په بنګلا دېش كښې د برما مسلمانانو كمېپونو ته لېږل كیږی.
هغۀ وويل: دغه مرستې د خالی په ورځ د زمری د مياشتې په ١٤ نېټه د بنګلادېش د چټاګانګ صوبې د مهاجرينو د كېمپونو په سيمه كښې د برما د روهينګيا د مسلمانانو د بشری حقوقو او طبی چارو د پوره كولو لپاره ولېږلې شوې.
هغۀ زياته كړه:دغه نغدې مرستې انډونېشيا د خلقو لخوا راغونډې كړې شوی دی
1069791