د اسلامی موتلفه ګوند د بين المللی چارو مرستيال حميدرضاترقی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښېد ناپيئلتوب د غورځنګ شپاړسمې غونډې ته په اشارې سره كومه به چې د راروانې سنبلې يا وږی په مياشت كښې په تهران كښې ترسره شی، ووئيل: په ايران كښې د دغې غونډې د ترسره كيدو نفس يو ځانګړے اهميت لری او د دغه غورځنګ شپاړسمه غونډه د ايران په مشرۍ ترسره كیږی.
دۀ زياته كړه: د اجلاس دارالانشاء په بين المللی فيصلو كښې ډيره اغيزه لری او دې ټكی ته په پام سره چې د ملګرو ملتو د سازمان د عمومی اسامبلۍ له دريو نه دوه ډلې د دغه غورځنګ غړی دی، نو په طبيعی توګه ايران په دغه كار سره نه يوازې هرډول سياسی انزوا او زوال ردوی بلكې په بين المللی موقعيت كښې به ډيره زياته اغيزه ولری.
ترقی د دغې غونډې د ترسره كولو فرصتونو ته په اشارې سره ووئيل: : د ايران اسلامی جمهوريت به له دغه فرصت څخه د نړۍ له مسائلو او په بين المللی مناسباتو باندې له واكمنو ظالمانه او ناعادلانه روابطو نه د يو واقع بينانه تحليل د وړاندې كولو لپاره استفاده وكړی او د دغه غورځنګ د غړو د افكارو د روښانه كولو لپاره به خپله هڅه وكړی.
1073050