IQNA

ناپيئلی هيوادونه دې په ګډه د ملګرو ملتو په سازمان كښې د وټو د حق په هكله د بياكتنې غوښتنه وكړی

20:50 - August 27, 2012
د خبر لمبر: 2400269
سياسی ډله: د ايران د وسله والو ځواكونو د لوئې درستيز مرستيال په تهران كښې د ناپيئلتوب د غورځنګ د غړو هيوادونو د مشرانو د شپاړسمې غونډې ترسره كيدو ته په اشارې سره څرګنده كړه: د NAM د غړو ګډه اراده د ملګرو ملتو د امنيت په شورا كښې د وټو د حق په هكله په فيصله كښې د بياكتنې غوښتنه كوې شی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د پوځ د لوئې درستيز مرستيال سردار سيدمسعودجزايری د ناپيئلو د غورځنګ په كړچار كښې د بدلون د رامينځته كولو لپاره مساعدو زمينو ته په اشارې سره ووئيل: د ناپيئلتوب د غورځنګ د غړو هيوادونو د شپاړسمې غونډې مخې ته پرتو فرصتونو او وړتياؤ د دغه غورځنګ په وړاندې د اقتصادی برخې په شمول له سياسی حوزې نه اراخوا يولړ نوی ورونه خلاص كړی دی او دا مقوله د عطف هغه ټكے دے چې د تهران غونډه د غورځنګ د اهدفو لوړتيا او د غړيو ترمينځ د پيوستون پياوړتيا ته د رسيدو لپاره كاميابولې شی.
دۀ زياته كړه: د نړيوال عمومی مشاركت په اساس د عدل او انصاف په چورليز سره پايداره سوله د ناپيئلتوب د غورځنګ يو ارمان دے چې د هغه پوره كيدل د ملګرو ملتو په سازمان باندې د اغيزشيندنې او د دغه سازمان د امنيت د شورا د دائمی غړو د وټو د حق په هكله د بياكتنې لپاره د يوې فضا رامينځته كولو ته اړتيا لری. 1086116

captcha