IQNA

ايران دې ولسواكی غوښتنه د ناپيئلو د غورځنګ په ترټولو مهم دریځ باندې بدله كړی

18:30 - August 29, 2012
د خبر لمبر: 2401508
سياسی ډله: د بين المللی مسائلو كارپوه په سيمه كښې په ولسواكۍ باندې د يوشمير ډيكټاټوری حكومتونو د بدليدو اغيزې او خپلو حقيقی ارمانونو ته د ناپيئلتوب د غورځنګ په نژدې كيدو باندې د هغو تاثير ته په اشارې سره ووئيل: كۀ چيرې ايران وكړې شی ډيموكراسی غوښتنه د ناپيئلتوب د غورځنګ په ترټولو مهم دریځ باندې بدله كړی نو يو ډير اساسی ګام به ئې پورته كړے وی.
د علامه طباطبائی پوهنتون د علمی هيئت غړی او د بين المللی مسائلو كارپوه حشمت الله فلاحت پيشه د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د ايران د انزوا لپاره د امريكې او صهيونزم پراخو دباؤنو ته پام سره په تهران كښې د ناپيئلو د غورځنګ د مشرانو په غونډه كښې د هيوادونو د پراخ ګډون د اهميت په هكله ووئيل: له مختلفو هيوادونو څخه له سلو نه د زياتو پلاوو او له بين المللی معتبرو سازمانانو څخه د لس هاؤ هيئتونو ګډون په تهران كښې د ناپيئلتوب د غورځنګ روانې غونډې ته يو ځانګړے اهميت وركوی. په تيره بيا دا چې د تاريخ په اوږدو كښې د ناپيئلو د غورځنګ د ګڼ شمير غونډو ترسره كيدو ډيره كمه مخينه لرلې ده چې د نړۍ اوسنی طاقتونه په تيره بيا ننې ستر قدرت يعنې امريكه هڅه وكړی چې دا غونډه په ډيره ټیټه سطحه كښې ترسره شی.
دۀ په دوام كښې ووئيل: خو د دغو ټولو ممنوعيتونو سره سره دومره پراخ ګډون او شتون له څو اړخونو څخه ډير اهميت لری. وړومبې ټكے دا چې د مختلفو هيوادونو دغه پراخ شتون د سفارتی بائيكاټ سره د مقابلې لپاره د ايران د توان او وړتيا ښودونكے دے. سفارتی بائيكاټ د ملګرو ملتو د سازمان د منشور د اوم فصل د ٤١مادې د ١٥واړو بندونو يوه برخه ده چې امريكا او لويدیځ قدرتونه كوشش كوی چې د امنيت د شورا د پريكړه ليكونو په چوكاټ كښې دغه بائيكاټونه په ايران باندې وروتپی.
فلاحت پيشه زياته كړه: دويم ټكے د ايران په ایټمی بحث پورې اړوند دے. ايران د دغې غونډې د ترسره كولو له فرصته استفاده كوې شی او د خپلو ایټمی فعاليتونو او پرمختګونو او په ایټمی څانګه كښې د خپلو لاسته راوړنو سوله ايز والے او پاكوالے په ډاګه كولې شی. بل بحث هم دا دے چې ايران كوې شی په سيمه ايزه او نړيواله سطحه خپلې د خوښې وړ مسئلې، د دغې غونډې ترڅنګ په ترسره كيدونكو ناستو كښې مطرح كړی.
دوی څرګنده كړه: البته د اجلاس يا غونډې په متن كښې څو مهم ټكی شته چې ايران پكار دی كوشش وكړی چې د پائې په پريكړه ليك او د كارپوهانو په غونډو كښې دغه مسائل په ډاګه كړی.
فلاحت پيشه په سيمه كښې په ولسواكۍ باندې د يوشمير ډيكټاټوری حكومتونو د بدليدو اغيزې او خپلو حقيقی ارمانونو ته د ناپيئلتوب د غورځنګ په نژدې كيدو باندې د هغو د تاثير په هكله ووئيل: كۀ چيرې ايران وكړې شی ډيموكراسی غوښتنه د ناپيئلتوب د غورځنګ په ترټولو مهم دریځ باندې بدله كړی نو يو ډير اساسی ګام به ئې پورته كړے وی. 1086170

captcha