IQNA

په سيمه كښې د پايداره امنيت د ټينګولو لپاره د ايران او روسیې د ظرفيتونو او وړتياؤ استعمالول ضروری دی

23:09 - September 10, 2012
د خبر لمبر: 2409215
سياسی ډله: د اسلامی شورا د جرګې رئيس د روسیې د سفير په كتنه كښې د ايران او روسیې اړيكې د سيمې د امنيت لپاره سټراټيجكې اړيكې وبللې او وئې وئيل: پكار دی چې په دواړو هيوادونو كښې له موجودو ظرفيتونو څخه په سيمه كښې د پايدار امنيت او ثبات د ټينګولو لپاره استفاده وشی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د اسلامی شورا د جرګې رئيس علی لاريجانی پرون په تهران كښې د روسیې د سفير لوان جاګاريان سره كتنه او خبرې اترې وكړې.
د دغه ملاقات په پيل كښې د ايران د پارليمان مشر د روسیې او د ايران د اسلامی جمهوريت د روابطو په پراختيا او اهميت باندې په ټينګار سره ووئيل: د اسلامی شورا جرګه د هغو ټولو فعاليتونو هركلے كوی كوم چې د خپل مينځيو اقتصادی، سياسی او علمی په تيره بيا د پارليمانی اړيكو د پياوړتيا او ژورتيا سبب كیږی.
د ايران د پارليمان مشر د ايران او روسیې روابط د سيمې د امنيت لپاره سټراټيجك روابط وبلل او زياته ئې كړه: پكار دی د دواړو هيوادونو له ظرفيتونو څخه په دواړو هيوادونو كښې د پايدار ثبات او امنيت د ټينګولو لپاره كار واخستې شی چې لازمه ئې د دواړو هيوادونو د سياسی او پارليمانی چارواكو ترمينځ پرله پسې ملاقاتونه او سلامشورې دی.
د روسیې سفير هم په دغه كتنه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت ایټمی برنامه سوله ايزه وبلله او د ايران د اسلامی جمهوريت او د ٥+١ډلې ترمينځ د مذاكراتو په دوام باندې ئې تاكيد وكړ. 1095239

captcha