IQNA

په اسلامی نړۍ كې د اسلامی مذهبونو د تقريب لپاره بايد يو پراخ پروګرام برابر شی

23:11 - January 30, 2013
د خبر لمبر: 2488827
نړيواله ډله: په تهران كښې د (نبی كريم (ص) د واحد اسلامی امت د هويت د بيلګې) په شعار سره د وحدت اسلامی دوه ورځنی نړيوال كنفرانس بیګا پای ته ورسيده او يوه بيانيه كښې یې د واحد اسلامی امت د جوړيدو او اسلامی مذهبونو د تقريب لپاره یې د اجرايی او عملی لارو چارو د وړاندې كولو په اړتيا ټينګار وكړ.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې بيانیې كښې ټينګار وشو چې په اسلامی نړۍ كې د اسلامی مذهبونو د تقريب د تحقق لپاره بايد يو پراخ پروګرام برابر كړای شی.
په دغه كنفرانس كښې ګډون كوونكو د مذهبونو نږديوالی د اسلامی امت دوحدت د تحقق لپاره مهمه لاره بللی او زياته كړی یې ده،اسلامی امت بايد په اتحاد او يووالې سره د اسلام د دښمنانو د سپيرو دسيسو په وړاندې ودریږی .
په دغه بيانيه كښې دې ته په اشارې سره چې قرآن كريم،نبوی سنت شريف اوانسانی فضا، د بشريت لپاره پرتمين تمدن ډالۍ كړ ،راغلی بايد چې د ژوند په بيلا بيلو اړخونو :ښې ترې كار واخيستل شی .
د دغه كنفرانس ګډونوالو د صهيونست رژيم د نيواكګرو په وړاندې د فلسطين مقاومت،د هغوئ روا حق بللی او له نړيوالو ټولنو غوښتل شوی،دغه رژيم د بشريت پرضد د جنايتونو او جنګی جنايتونو په دليل محاكمه كړی .
په دغه پائيزه بيانيه كښې د بيت المقدس په پلازمينې سره د يوه خپلواكه فلسطينی حكومت په جوړيدو ټينګار شوی او راغلی دی ،د صهيونست رژيم لخوا په نيواكې ټاټوبو كښې بايد د ښارګوټو جوړول او يهودی كول بايد ودرول شی،ځكه دغه ټاټوبی په فلسطينيانو پورې اړه لری.
په دغه پائيزه بيانيه كښې د نړۍ په بيلا بيلو سيمو كښې ترهه ګر عمليات غندل شوی او ويل شوی دی ،د اسلام له نظره ترهه ګرې په هره بڼه چې وی مردود ده
په دغه كنفرانس ګډون كوونكو همدغه راز د اسلامی نړۍ د كړكيچونو په تيره بيا سوريه او بحرين كښې د روانوناورينونو د ختمولو لپاره د اسلامی حل لارو په اړتيا ټينګار وكړ .
1179790
captcha