د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د اسلامی ايران ولسمشر وويل، اسلامی انقلاب، يو اساسی بدلون او د ايران د ملت د مفكوری او ځان له ژورتيا حركتاو د فطرتونو ویښتيا ده، چې په همدې دليل پايداره دی او ورځ تر بلې لا ځلانده كیږی، انقلاب، حقيقی ویښتيا او انسانانو حقيقت ته ستنيدل دی .
د ايران د مجريه قوی مشر زياته كړه، د ايران ملت په اسلامی انقلاب كښې يوځل بيا خپل اقتدار او بدلون راوستونكی ظرفيت پيدا كړ او ځان یې د الهی ارزښتونو د پراختيا او ساتنې مسئول وباله.
احمدی نژاد د اسلامی انقلاب ځينو لاس ته راوړنو ته هم اشاره وكړه او ویې ويل، انقلاب د ايران او درستو ملتونو د عظمت او استدلال د احيا لپاره دی او نن سبا د ايران د ملت دښمنان هم په دې موضوع ټينګار كوی .
د اسلامی ايران ولسمشر وويل، د ايران د ملت پرضد د دښمنانو سياسی او پوځی يرغلونه، د ملت په مظلومانه دفاع سره، د دغو اقدامانو د پلانونو او ملاتړو لپاره په رسواييو بدل شول .
احمدی نژاد په دغه وينا كښې وويل، د ايران د خپلواكۍ د داغې كولو، د ملت د عزت او پرمختګ د مخنيوې لپاره په تيرو ۳۴ كلونوكښې ډول ډول دباؤنه، د ايران د ملت په هوښيارتيا، وحدت، مقاومت او سرښيندنې په بركت او د شهيدانو، جانبازانو او د هغوئ د كورنيو په سرښيندنو او پوههې رهبرۍ سره، د ايران د ملت په طلايی باب بدل شوی دی .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر وويل، نن سبا د ايران دښمنان په خپل ټول توان سره هڅه كوی، څو په دباؤنو سره د ايران د ملت د پرمختګ مخنيوی وكړی، خو نن سبا هیڅ قدرت نه يوازې په ايران كوچنی شی نه شی ورتپلای، بلكه دغه ملت به له خپلو اساسی حقوقو كوچنی شاتګ هم ونكړی .
احمدی نژاد دې ته په اشارې سره چې درستو استكباری قدرتونو د ايران د ملت د عظمت په وړاندې ماتې خوړلی او شرميدلی دی، وويل انقلاب دايران د ملت د عزت د احيا لپاره دی .
د اسلامی ايران ولسمشر د خپلې وينا په يوه بله برخه كښې زياته كړه نن سبا د دښمنانانو د ناځوانمرده دباؤنو په دليل خلك له ستونزو سره مخ دی او حكومت هم شپه او ورځ هڅه كوی، دغه ستونزې آوارې كړی .او د دښمنانو دا ارمان به هیڅكله پوره نه شی چې ملت له رهبره جدا كړی.
1186238