د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران دجمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی دايران پرضد دلويدیځو هيوادونو په غير منطقی بايكاټونو نيوكې سره وويل دبايكاټونو پلمه په ظاهره اټومی موضوع ده په داسې حال كښې چې دايران داسلامی جمهوريت ددښمانانو اصلی هدف دايران داسلامی جمهوريت له نظام سره دخلكو جنګول دی .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب دايران پرضد دلويدیځو هيوادونو د يواړخيزه بايكاټونو زياتول دايران داسلامی جمهوريت له نظام څخه دايران دملت دډير ملاتړ سبب وبلل او زياته یې كړه دغه بايكاټونه دايران داسلامی جمهوريت دولسمشرۍ د راتلونكو انتخاباتو له چيلنج سره دمخامخ كولو په هدف سره دی خو دغه موضوع سبب كیږی چې دايران ملت دتل په شان په انتخاباتو كښې په پرتمينه ګډون سره ددښمانانو ټول پلانونه شنډوی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين صديقی دغه راز دبايكاټو او دباو په حالت كښې دعلم او ټيكنالوژۍ په ډګر كښې دايران داسلامی جمهوريت پرمختګونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ فضا ته دمختلفو سپوږمكيو او ژوندې بيزو استولو او دډيرو پرمختلليو پوځی الوتكو جوړولو وښودله چې دايران ملت به دبايكاټونود زياتيدا په وړاندې تسليم نشی .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز دايران په داخل او سرحدونو كښې موجود امنيت ته په اشارې سره وويل دايران د اسلامی جمهوريت دپوليسو په هڅې سره به دولسمشرۍ راتلونكی انتخابات په ارامه فضا كښې وشی .
ښاغلی صيديقی په تير ميلادی كال كښې د صهيونيسټ رژيم دپوځ په مقابل كښې په اته (۸)ورځنی جنګ كښې دفلسطين دغزې تړانګې دخلكو مقاومت ته اشاره وكړه او ویې ويل دغه برياليتوب چې دايران دملت او حكومت په ملاتړ سره لاس ته راغی يو ځل بيا په نړيوال او سيمه ايز ډګر كښې دايران داسلامی جمهوريت اقتدار نندارې ته وړاندې كړ .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی ټينګار وكړ دايران اسلامی جمهوريت په دنيا او سيمه كښې يوازنی دينی ولسواكه نظام دی او ددغه موضوع اصلی مصداق دخلكو لخوا په ايران كښې دنظام د څرنګوالی دټاكلو لپاره دايران داسلامی انقلاب دبرياليتوب په لو مړی كال كښې ترسره شوی ټولپوښتنه ده .
1207140