IQNA

علی لاريجانی: د شورا ګانو جوړيدل په ايران كې د ولس واكۍ تر ټولو ښه بيلګه ده

23:12 - April 12, 2013
د خبر لمبر: 2518032
سياسی دله: د ايران د اسلامی شورا مشر داكتر علی لاريجانی نن د قم ولايت د اسلامی شوراګانو پر ټاكنو له څارونكی پلاوی سره په غونډه كې وويل دا شورا ګانې په ايران كې د ولس واكۍ يوه برخه او ښه بيلګه ده .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر داكتر علی لاريجانی زياته كړه د ښآرونو ولسواليو او كلو د رغونې ډيرې چارې همدا شوراګانې تر سره كوی او يا پرې څارنه كوی .
په اسلامی شورا كې د قم ولايت د خلكو استازی همداراز زياته كړه د خلكو حقوقو ته بايد جدی پاملرنه وشی او ځايی شورا ګانې د دولت مهمه برخه جوړه وی .
1210711
captcha