IQNA

د آل سعود رژيم مامورانو لخوا د قرآن شريف سپكاوی پر ضد په مدينه او رياض كې مظاهرې دوام لری

12:18 - April 19, 2013
د خبر لمبر: 2520825
نړيواله ډله: د عربستان خلكو د آل سعود رژيم د مامورانو په لاس د قران شريف په سپكاوی په اعتراض كې مظاهرې وكړې
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع وركولو مركز «جهينة نيوز»، یې نقلوی چې د عربستان د القصيم سيمې د رياض او مدينې منورې په سلګونو خلكو دغه ښارونو كښې د آل سعود رژيم د مامورانو په لاس د قرآن كريم ته په سپك نظير په اعتراض كې سترې مظاهرې وكړې .
په دغې مظاهرې كې خلكو او فعالانو د القصيم په الحائر بند كې د آل سعود د مامورانو په لاس دغه غير اسلامی اقدام په سخته وغنده او دا ړونده جنايتكارو چې د ميليونونو مسلمانانو زړونه ئې په يوه داسې هيواد كې چې د اسلامی نړۍ زړه بلل كیږی دردولی دی، د سزا كولو غوښتنه كړې د ه
العالم ټيليويژنی چينل هم راپور وركړ ی د مجازی فضا فعالانو ايشوا كړې چې د نوموړی بند مسئولانو په يوه سپيره اقدام كې چې د بنديانو د سپكاوی او له هغوی څخه د غچ اخستونكی اقدام په توګه ئې بللی د هغوی شيان ئې مصادره كړی او قرآن نسخې ئې شلولی دی.
هم دا راز راپور ښئ په څو نورو سيمو كې هم د آل سعود رژيم د مامورانو په دغه غير اسلامی اقدام په اعتراض كې په مظآهرو لاس پورې كړی او دغو جنايتكارو د زرترزره سزا كولو غوښتنه ئې كړې ده او هم دا راز ئې د آل سعود رژيم په بندونو كې د بېګناه سياسی بنديانو د خوشی كولو غوښتنه هم كړې
1214629
captcha